Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا مطبوعاتي اعلامیه

د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۵مه
د سولې عالی شورا، کابل: د سولې عالي شورا رئیس استاذ محمد کریم خلیلي، د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر img kabul indonesia trip press conference qaws 15 1محمد اکرم خپلواک او د سولې عالي شورا مرستیالانو نن چارشنبه د روان کال د لیندۍ په ۱۵مه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ، چې پکې اندونیزیا ته د سولې عالي شورا د لوړ پوړي پلاوي د سفر او یادې شورا د کاردود او راتلونکو پلانونو اړوند ګزارشونه له رسنیو سره شریک شول.
د سولې عالي شورا رئیس اندونیزیا ته د سولې عالي شورا د مشرتابه سفر مثبت یاد کړ، وې ویل: اندونیزیا د تر ټولو ستر اسلامي هیواد په توګه کولی شي په افغانستان کې د جګړې په خاتمه او سولې په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي. استاذ خلیلي د اندونیزیا له ولسمشر، مرستیال ولسمشر، علماوو او خلکو نه مننه وکړه  او د هغوی دا ژمنه یې وستایله چې د جګړې د پای ته img kabul indonesia trip press conference qaws 15 2رسولو او سولې د تأمین په موخه به د اسلامي نړۍ د علماوو کنفرانس جوړوي او د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کیدو هڅې به کوي.  
د کنفرانس په ترڅ کې د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک د  سولې عالي شورا د کاردود او راتلونکو پلانونو اړوند ګزارش وړاندې کړ، څرګنده یې کړه چې د سولې عالي شورا نوې ستراتیژي د یو شمیر ناستو له لارې د ټولنې د بیلابیلو پرګنو د مشورو په رڼا کې بشپړه شوې او اوس د پلي کیدو په پړاو کې ده. ښاغلي خپلواک زیاته کړه، په راتلونکې کې په د علماوو، سیاسي او جهادي مشرانو، مدني ټولنو د غړو، قومي مخورو او میرمنو لوی لوی کنفرانسونه جوړ شي.
د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس یو ځل بیا د حکومت او سولې عالي شورا په استازیتوب له طالبانو وغوښتل چې په کابل کې د خپل دفتر په پرانستلو او یا د منځګړتوب img kabul indonesia trip press conference qaws 15 3په بل هر ډول میکانیزم سره چې دوی خپله بارو پرې ولري، د باعزته سولې د ټینګښت په موخه د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي. کنفراس د خبریالانو پوښتنو ته په ځوابونو پسې پای ته ورسید.

 

 

 

 

 

img kabul indonesia trip press conference qaws 15 4

img kabul indonesia trip press conference qaws 15 5

د ۱۳۹۶ کلیز