Language Switcher

RJ Social Icons

د سیمه ییزې سولې نوښت دوه ورځنی ورکشاپ

دکندهار د پنجوایي او میوند ولسوالیو لپاره د سیمه ییزې سولې نوښت دوه ورځنی ورکشاپ د یادو ولسوالیو قومي مشرانو، مخورو ښځو او د سولې ولایتي کمیتې د غړو په img kandahar workshop regional peace meezan 5ګډون د میزان په ۴ او ۵ مه نیټه د یوناما دفتر له خوا جوړ شوی وؤ.
د ورکشاپ د لومړی ورځې کار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، وروسته په کندهار کې  د یوناما دفتر مشر برخه والو ته ښه راغلاست ووایه او د ورکشاپ د جوړیدو په اره یې معلومات وړاندې کړل، زیاته یې کړه دا ستاسو دنده ده چې په خپل نوښت سره د ناراضو افغانانو په پخلا کیدو سره سوله ټینګه کړئ. ورپسې په کندهار کې د یوناما دفتر سیاسي مرستیال هم د سولې د تامین په کار کې د سیمه ییزو مشرانو په رول ټینګار وکړ .
بیا د سیمه ییزو شخړو لپاره دلارو موندلو په  اړه آزاد بحث ترسره شو، وروسته د موضوع په اړه په ګروپي کار کې د شخړو لاملونه په ګوته شول، دغه راز د دویمې ورځې د ګروپي کار په ترڅ کې د شخړو په وړاندې غبرګونونه یاد او د برخوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د کندهار سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي شیر احمد خان حقیار د سولې د اهمیت په اړه لنډې خبرې وکړې او د سولې د تامین په کار کې یې له قومي مشرانو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، په پای کې برخه والو ته د مشرانو له خوا د یوناما دفتر تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

د ۱۳۹۶ کلیز