Language Switcher

RJ Social Icons

ولسونه د پخوا په پرتله سولې ته زیات هیله من دي

دا خبره د خوست سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء مسؤول حاجي محمد رسول ټني په هغه غونډه کې وکړه چې د روان کال د وږي په ۳۰ مه نیټه د اړیکو دفتر له خوا په  img khost people need peace refugee sonbula 30خوست ښار کې له نویو راستنو شویو مهاجرینو سره د سولې اړوند خبرو په موخه جوړه شوې وه.
د غونډې په پيل کې په خوست کې د اړيکو دفتر مشر محمد علي ځدران د سولې په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې، وې ویل چې د نفاق، بربادۍ او ورانيو لار ډيره  اسانه ده خو د جوړولو او يووالي خبره بيا ډيره ستونزمنه ده.
وروسته حاجي رسول محمد تڼي خبرې وکړې، څرګنده یې کړه چې ولسونه د پخوا په پرتله د سولې لپاره زياتې هيلې لري، ده د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار راتګ ته په اشارې سره وويل چې افغانان د سولې په برخه کې ډيرې مهمې لاسته راوړنې لري، نوموړي د پولې په دواړو غاړو کې په پرتو قومونو غږ وکړ چې د سولې تامين د ټولو افرادو ايماني او وجداني دنده ده او موږ تاسې بايد ټول د سولې د راوستو لپاره لاس په کار شو.
همدارنګه ډاکټر مسعود د وزيرو په استازيتوب خبرې وکړې، وې ویل چې دا ډول غونډې بايد په مکرره توګه وشي تر څو د سولې د تامين لپاره ټولې غاړې په فکري او رواني لحاظ اماده شي، ده زياته کړه چې موږ بايد له مخالفينو سره مخامخ کښينو او د خپلو علماوو له لارې دوی ته د سولې د تامين په برخه کې قناعت ورکړو.

د ۱۳۹۶ کلیز