Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د سولې عالي شورا د روان کال د وږي په ۳۰مه نیټه د سولې نړیواله ورځ (د سپتمبر ۲۱مه) د یادې شورا د کنفرانسونو په تالار کې د یوې پرتمینې غونډې په جوړیدو سره img kabul peace day celeb 1ولمانځله،  په غونډه کې اجرائیه رئیس جلالتمآب دوکتور عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې مشر ښاغلي فضل هادي مسلمیار، د ولسي جرګې دویم مرستیال ښاغلي حاجي محمد نذیر احمدزي، د سولې عالي شورا رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي، د علماوو سرتاسري شورا رئیس ښاغلي قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف، د پارلمان د دواړو خونو محترمو غړو، د سولې عالي شورا محترمو مرستیالانو او غړو، د علماوو سرتاسري شورا محترمو غړو، د حراست او ثبات شورا، جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا محترمو غړو، د مدني ټولنې محترمو استازو، د ښځو د حقونو اړونده بنسټونو محترمو فعالینو، د افغانستان د سوله ییز بدلون ټولنې محترمو مشرتابه او غړو، د افغانستان د بدلون او نجات بنسټ مشرتابه او محترمو غړو، ځوانانو، قومي مخورو، د محلي او نړیوالو رسنیو محترمو استازو ګډون درلود.
img kabul peace day celeb 3د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د سولې عالي شورا رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي ګډونوالو ته د هرکلي ترڅنګ د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت نړیوالو ته او په ځانګړې توګه افغان سوله غوښتونکي ولس ته مبارکي وویله، زیاته یې کړه: مونږ دا ورځ پداسې حال کې لمانځو چې افغانستان د جګړو په اور کې سوځي، مونږ سوله یوازې د ځان لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره غواړو. ښاغلي خلیلي کورنی او سیمه ییز حالت د سولې لپاره برابر وګاڼه، هیله یې څرګنده کړه چې ان شاء الله د سولې عالي شورا په پرلپسې او نه ستړې کیدونکو هلوځلو او د مخالفینو له خوا پر واقعیتونو په اعتراف سره به غم ځپلی او اتل افغان ولس ډیر ژر د تلپاتې او عادلانې سولې شاهد وي.
img kabul peace day celeb 2بیا د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس جلالتمآب دوکتور عبدالله عبدالله وینا وکړه، د سولې عالي شورا هڅو او سترو قربانیو ته په اشارې سره یې د سولې شهید استاذ رباني شهادت، د هغه د زوی ښاغلي صلاح الدین رباني او مرحوم پیرصاحب هلې ځلې وستایلې او هیله یې وکړه چې د سولې عالي شورا اوسنۍ مشرتابه او ملګری ټیم به یې دا دنده په ښه توګه پرمخ یوسي.
د مشرانو جرګې رئیس ښاغلي فضل هادي مسلمیار د خپلو خبرو په ترڅ کې ټول افغان ولس ته د سولې هیله وکړه، سوله یې یو الهي امر وشمیره او تمه یې وښوده چې د سولې عالي شورا به لکه څرنګه چې له طالبانو سره سوله یې د اجندا برخه ده، دا هڅه هم وکړي چې د کورنیو مختلفو جریانانو تر منځ شته اختلافات حل کړي.
img kabul peace day celeb 4د ولسي جرګې دویم مرستیال ښاغلی حاجي محمد نذیر احمدزی په خپل نوبت سره د هیواد د مختلفو جریانونو تر منځ سوله اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ چې مونږ باید د کورني نفاق او ستونزو مخه ونیسو. ده د سولې عالي شورا له هڅو نه په یادونې سره له ټول افغان ولس نه وغوښتل چې د سرتاسري سولې د ټینګښت او جنګ او تاوتریخوالي د خاتمې په موخه د سولې عالي شورا خواته img kabul peace day celeb 5ودریږي او د هیواد د ورانولو او وینو تویولو لړۍ بنده کړي.
د علماوو سرتاسري شورا رئیس ښاغلي قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف د خپلې وینا په ترڅ کې په ډاګه کړه چې سوله د ټولنې اصلي او فطري حالت دی، خو جنګ بیا مکروه، د کرکې وړ غیر طبیعي حالت وي، مونږ باید د الله تعالی د نورو اوامرو په څېر دا الهي امر هم ومنو او عمل پرې وکړو چې مسلمانان یو د بل وروڼه شمیري.
د غونډې بل ویناوال د افغانستان د ملي اسلامي محاذ رئیس ښاغلی پیر سید حامد ګیلاني و، چې د جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا په استازیتوب یې د سولې عالي شورا نه ددې سترې لمانځغونډې د جوړیدو له لامله مننه وکړه، زیاته یې کړه چې په افغانستان کې سولې او ټېکاو ته رسیدل د افغانستان، سیمې او نړۍ په کچه هلوځلو سره تړاو لري او ټول اړخونه باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په موخه جدي او هراړخیزې هلې ځلې وکړي.
د حراست او ثبات شورا د سیاسي کمیټې رئیس ښاغلي محمد عمر ادودزي د یادې شورا په استازیتوب وینا وکړه، ده د افغانستان حکومت او سولې عالي شورا ته د ځانګړو وړاندیزونو img kabul peace day celeb 6په لړ کې هیله څرګنده کړه چې حکومت باید پر خپل دریځ او پالیسیو ټینګ پاتې شي او د سولې عالي شورا دې هم د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د منځګړتوب رول ته ادامه ورکړي. نوموړي له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د هیواد په بیا آبادولو کې د خپلو هیوادوالو څنګ ته ودریږي، نړیواله ټولنه دې د افغانستان د روان کړکیچ د سوله ییز حل لپاره د افغانانو او سولې عالي شورا مالي او سیاسي مرسته او img kabul peace day celeb 8ملاتړ وکړي.
د حزب اسلامي افغانستان د سیاسي کمیټې رئیس ښاغلي ډاکټر غیرت بهیر په خپل وار سره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او سولې عالي شورا سره د حزب اسلامي مذاکرات او د سولې تړون د بین الافغاني خبرو اترو یوه غوره نمونه وبلله او طالبانو ته یې بلنه ورکړه چې د حزب اسلامي لاره غوره کړي، سولې ته لومړیتوب ورکړي او د خبرو اترو میز ته کیني.
د ښځو په استازیتوب د سولې عالي شورا غړې آغلې شهلا فرید وینا وکړه،د سولې په پروسه کې یې د ښځو رول ارزښتناک وشمیره او هیله یې څرګنده کړه چې افغان ولس دې نور له جګړو او وینو تولویو نه وژغورل شي.
د افغان ماشومانو په استازیتوب یلدا لطیفي سوله وستایله او جګړه یې وغندله، ملي یووالی یې د ټول ولس اړتیا وښوده، د یوه قوم غم یې د افغانستان د ټولو قومونو ګډ غم وباله، ټینګار یې وکړ چې سوله د ټولو افغانانو هیله ده. دې چې په خپلو معصومانه څرګندونو سره یې پر ګډونوالو ځانګړې اغیزه کړې وه، خپلې خبرې په ډیر ویاړ سره پدې جمله پای ته ورسولې، ترڅو چې پاتې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي.
د غونډې په وروستیو کې د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او img kabul peace day celeb 7په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک له ټولو ګډونوالو نه د مننې په کولو سره له هغو ښاغلو نه بښنه وغوښته چې د وخت د کموالي له لامله یې د وینا فرصت ونه موند.
غونډه د سولې عالي شورا د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالخبیر اچقون په دعا سره پای ته ورسیده.

 

img kabul peace day celeb 11

img kabul peace day celeb 10

img kabul peace day celeb 9

د ۱۳۹۶ کلیز