Language Switcher

RJ Social Icons

یوناما د سولې عالي شورا له هڅو غوڅ ملاتړ کوي

د سولې عالي شورا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر له خوا د خبرو اترو او منځګړتوب په اړه جوړ شوی دوه ورځنی ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته img kabul unama workshop sep 16 17 1ورسید.
په دې ورکشاپ کې چې د روان کال د وږي له ۲۵مې نه تر ۲۶مې یې دوام وموند، د سولې عالي شورا مرستیالانو، د اجرائیه پلاوي او عمومي غونډې غړو، د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامچي یامماتو او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مسؤولینو ګډون درلود.
په پیل کې د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړي ښاغلي حبیب الله فوزي د قرآنکریم څو مبارک آیتونه تلاوت کړل، بیا ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک د خپلو پرانیستونکو خبرو په ترڅ کې ګډونوالو ته هرکلی ووایه، یادونه یې وکړه چې د سولې عالي شورا او د افغانستان حکومت په هیواد کې د سولې ټینګښت ته ژمن دی او پدې لاره کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
img kabul unama workshop sep 16 17 2د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس د ښاغلي ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د تفاهملیک په اړه څرګنده کړه چې افغانان له پخوا نه د جرګو له دود سره آشنا دي او تل خپلې شخړې د خبرو له لارې او د منځګړو په لاس حلوي. همدا راز ده د سولې په برخه کې د هغو نړیوالو تجربو له ارزښت او اغیزمنتیا نه هم یادونه وکړه چې په یو شمیر هیوادونو کې د سولې د ټینګښت لامل شوې دي.
ورپسې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي په خپلو خبرو کې له هغو هڅو نه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ چې په هیواد کې د سولې د ټینګښت په موخه د افغانانو تر مشرۍ لاندې د سولې عالي شورا په مدیریت ترسره کیږي او دا ډول هڅې یې وستایلې او له حزب اسلامي سره د سولې تفاهملیک یې د سولې پروسې ستره لاسته راوړنه وبلله.
وروسته د ایرلینډي کارپوه پروفیسور براندان له خوا د ورکشاپ عملي کار پیل شو، نوموړي چې په ایرلیند کې یې د سولې په ټینګښت کې د پام وړ رول لوبولی او اوس په نیویارک کې د img kabul unama workshop sep 16 17 3ملګرو ملتونو له مرکزي دفتر سره د منځګړتوب او خبرو اترو په برخه کې کار کوي، خپلې تخصصي او عملي تجربې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
همدارنګه د ورکشاب برخه والو د خپلو نظریاتو او طرحو په وړاندې کولو سره د ورکشاپ د کارونو د لړۍ په غځولو کې فعاله ونډه واخسته.
ورکشاپ له دوو ورځو کار وروسته د خیر په دعا سره پای ته ورسید.

 

د ۱۳۹۶ کلیز