Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا اجرائیه پلاوي غونډه وکړه

د سولې عالي شورا اجرائیه پلاوي د روان کال د وږي په ۲۲مه نیټه د سولې عالي شورا د رئیس ښاغلي استاد محمد کریم خليلي په مشرۍ او د مرستیالانو، اجرائیه پلاوي غړو او د سولې پروسې د img exec board meeting sunbola 23 4دارالانشاء د رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک په ګډون غونډه وکړه.
غونډه د اجرائیه پلاوي د غړي ښاغلي حبیب الله فوزي له خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، بیا د سولې عالي شورا رئیس د اجرائیه پلاوي غړو ته ښه راغلاست ووایه، زیاته یې کړه، الحمد لله د لوی اختر ورځې په ټول هیواد کې له کومې امنیتي پیښې پرته په خیر سره تیرې شوې. د سولې عالي شورا رئیس د سولې لار اوږده وبلله، څرګنده یې کړه چې مونږ به په پوره متانت او ځواک سره پر دې لار پر مخ ځو. ده د شهید اونۍ په مناسبت د ټولو شهیدانو کورنیو ته ډاډګېرنه وویله او ټینګار یې وکړ چې افغان ولس د سولې او تلپاتې امنیت د ټینګښت په برخه کې یوموټی دی، اړینه ده د سیاستوالو، علماوو او نظر خاوندانو د یووالي لپاره جدي کار وشي.
img exec board meeting sunbola 23 2ورپسې د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک د غونډې برخه والو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان دولت، د ملي یووالي حکومت مشرتابه او ټول ولس په کلکه له سولې پروسې نه ملاتړ کوي.
ښاغلي خپلواک زیاته کړه، د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت په موخه به سرتاسري تبلیغاتي کمپاین په لار اچول کیږي او د افغانانو د سوله ییز غږ د اوچتولو لپاره ولایتونو ته سفرونه د سولې عالي شورا د اجندا برخه ده، چې ډیر ژر به عملي بڼه خپله کړي. نوموړي دې ته په پام سره چې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې سولې ته تمایل لیدل کیږي، هیله څرګنده کړه چې خدای وکړي له شته فرصت نه ښه ګټه پورته کړو او د سوله ییزو خبرو اترو لپاره د مناسبې زمینې د برابرولو په برخه کې اغیزمن ګامونه اوچت کړو.
غونډه د سولې عالي شورا د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالخبیر اچقون له خوا د افغانستان د خلکو لپاره د خیر او فلاح په دعا سره پای ته ورسیده.img exec board meeting sunbola 23 1

 

 

 

 

 

د ۱۳۹۶ کلیز