Language Switcher

RJ Social Icons

نا امني، غربت او منفي کلتور د ښځو په وړاندې ستونزې دي

زموږ په ټولنه کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په وړاندې لومړنۍ ستونزې نا امني، غربت او منفي راپاته شوی کلتور دی، باید دولت، نړیواله ټولنه، دیني عالمان، رسنۍ img kand women social problems sonbula 4او مدني ټولنې پدې برخه کې د عامه پوهاوي چارې ترسره کړي څو پرتې ستونزې له مینځه لاړې شي.
دغه خبره د کندهار د سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء مسئول حاجي محمدعمر ساطع په هغه غونډه کې وکړه چې د روان کال د سنبلې په ۴مه نیټه د افغان سواد د زده کړې موسسې له خوا د ښځو، مدني فعالانو او د سولې ولایتي کمیټې د غړو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.
په پیل کی د کلام الله مجید څو مبارک آیتونه تلاوت شول وروسته د یادې موسسې اداري مدیرې رنګینې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په لاره کې د پرتو ستونزو د یادولو په ترڅ کې وویل؛ ښځې زموږ د ټولنې نیمایي برخه جوړوي نو باید د هغوی ژوند، کار او زده کړو ته پاملرنه وشي. بیا د سوال او جواب په شکل پر موضوع آزاد بحث وشو  او په ټوله کې دا  خبره د تایید وړ وګرځیده چې بې وزلي، د سولې او ډاډمن امنیت نشتون، د قانون نه حاکمیت او د پخوانیو منفي دودونو شتون د ښځو په وړاندې ستونزې جوړې کړې دي او لازمه ده په ګډه یې د حل او له منځه وړلو هڅې وشي.

د ۱۳۹۶ کلیز