Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا عمومي غونډه ترسره شوه

چهار شنبه، د ۱۳۹۶ کال د وږي لومړۍ نیټه
کابل، افغانستان

د سولې عالي شورا درېیمه عمومي غونډه د روان کال د وږي په لومړۍ نیټه له غرمې مخکې د سولې عالي شورا د رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي تر مشرۍ لاندې img kabul majme omumi sunbola 1 1ترسره شوه.
په پیل کې د سولې عالي شورا غړي ښاغلي مولوي شفیع الله نورستاني د قرآنکریم څو مبارک آیتونه تلاوت کړل، بیا ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي د خپلې پرانیستونکې وینا په ترڅ کې د هیواد د سولې او ټېکاو پر روان وضعیت رڼا واچوله، له وسله والو مخالفینو سره د اړیکو په برخه کې د سولې عالي شورا هڅو ته په اشارې سره یې زیاته کړه چې د افغانستان ټول خلک له جګړې ستړي شوي او سولې ته تږي دي، هیله من یو چې د وسله وال مخالفین د افغانستان د خلکو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، له تاوتریخوالي او جګړې نه لاس واخلي او شته ستونزې د سوله ییزو خبرو اترو له لازې حل کړي.
د سولې عالي شورا رئیس له روان ناورین څخه د هیواد د ویستلو لپاره سوله ییز حل او بین الافغاني مذاکرات تر ټولو ښه حل وباله، په داسې حال کې چې وسله مخالفین یې مخامخ خبرو ته راوبلل، ټینګار یې وکړ چې د عادلانه، تلپاتې، با عزته او سرتاسري سولې د تامین په موخه هر img kabul majme omumi sunbola 1 2ډول سرښندنې ته چمتو دی، او لیواله دی چې د هیواد دننه او بهر د سولې مقدس هدف ته د رسیدلو لپاره له وسله مخالفینو سره مذاکرات او خبرې ترسره کړي.
ورپسې د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک لومړی د سولې په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه لنډ رپوټ وړاندې کړ، بیا یې د سولې عالي شورا د کورنیو دندو اصول د بحث لپاره ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې هغوی یې په اړه د آزاد بحث په لړ کې خپل نظریات او ملاحظات څرګند کړل. د دارالانشاء رئیس د تشکیلاتي مسایلو د یادونې په ترڅ د سولې عالي شورا کاري کمیټو پر تشکیلاتو خبره وکړه چې تر بحث وروسته پدې برخه کې هم د ګډونوالو یو شمیر ملاحظې پکې درج شوې. همدا راز نوموړي د سولې ولایتي کمیټو د کاري کیفیت پر لوړولو او فعالولو ټینګار وکړ.  
غونډه د سولې عالي شورا د مرستیال ښاغلي مولوی عطاء الرحمن سلیم له خوا په دعا سره پای img kabul majme omumi sunbola 1 3ته ورسیده. 

د ۱۳۹۶ کلیز