Language Switcher

RJ Social Icons

استاذ محمد کریم خلیلي: د سولې عالي شورا اوس په افغانستان کې د سولې د یوازینۍ رسمي مرجع په توګه پيژندل شوې

د سولې عالي شورا اجرائیه پلاوي د روان کال د زمري په ۳۰ مه د سولې عالي شورا د رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي په مشرۍ د یادې شورا په مقر کې غونډه وکړه.
img kabul majme omumi asad 30 1په پیل کې د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي مولوي عبدالخبیر اچقون د قرآنکریم څو مبارک آیتونه تلاوت کړل، بیا ښاغلي محمد کریم خلیلي ګدونوالو ته ښه راغلاست ووایه، په خپلو لنډو خو جامع خبرو کې یې د هیواد پر روان سیاسي وضعیت او سولې پروسې رڼا واچوله، یادونه یې وکړه چې د سولې عالي شورا اوس په ملي او نړیواله کچه د ځانګړي اعتبار درلودونکې ده او تر بل هر وخت زیات ملي او نړیوال ملاتړ له ځان سره لري. ده زیاته کړه د شورا دا اعتبار او ورنه ملاتړ د هغو هڅو پایله ده چې تر دې دمه د سولې پر وړاندې د خنډونو او ستونزو په شتون کې ترسره شوې دي، له نېکه مرغه دا هڅې ددې لامل شوې چې د سولې عالي شورا په افغانستان کې د سولې اړونده چارو د پرمخ وړلو لپاره د یوازینۍ رسمي مرجع په توګه وپيژندل شي.
د سولې پروسې د دار الانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ښاغلي ډاکتر محمد اکرم خپلواک د سولې ولایتي کمیټو د فعالیت پر پیاوړتیا او پراختیا او د غیر فعالو ولایتي کمیټو پر بیا فعالیدو ټینګار وکړ. همدارنګه د سولې عالي شورا د اجرائیه img kabul majme omumi asad 30 2پلاوي په غونډه کې په ملي او نړیواله کچه د سولې عالي شورا دریځ او اعتبار ته په اشارې سره ټینګار وشو چې د سولې پروسې د تحقق په موخه باید په شته فعالیت بسنه ونه شي، بلکې اړینه ده د لازیات ملي او نړیوال ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د سولې د ټینګښت اړوند پروګرامونو د طرحې او پلي کولو په موخه د ملي یووالي حکومت له رهبرۍ، د ملي شورا له مشرانو جرګې او ولسي جرګې، سیاسي او جهادي رهبرانو، علماوؤ، ښځو، ځوانانو او د ټولنې له مختلفو غړو سره لازیاتې غونډې او ناستې ترسره شي.
د اجرائیه پلاوي غونډه له بحث او لازمو پریکړو وروسته د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي د غړي ښاغلي قاضي محمد امین وقاد لخوا د افغانستان د سولې او نیکمرغۍ لپاره د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز