Language Switcher

RJ Social Icons

هر افغان ځوان باید د سولې سفیر شي

هر افغان ځوان باید د سولې سفیر شي او د هېواد تر هر کلي او کور پورې د امن او سولې پیغامونه ورسوي، لغمان والي عبدالجبار نعیمي دا څرګندونې د روان کال د اسد په ۲۵img laghman afghans youths peace ambass asad 25مه د اطلاعات او کلتور ریاست د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په پلمه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وکړې.
ښاغلي نعیمي په خپلو خبرو کې وویل (( هر افغان باید د سولې او ثبات لپاره کار وکړي په فردي او ټولنیز مسئولیت سره د هغو کړنو او فعالیتونو مخه ونیسي چې د هېواد د امنیت، سولې، پرمختګ او بیا رغونې پرضد ترسره کیږي.
عبدالجبارنعیمي د خپلو خبرو پرمهال دا هم وویل چې په دغه ولایت کې په جدیت او قاطعیت سره د قانون د تطبیق لپاره کار کوي ، ځکه د قانون تطبیق د سولې او امن په تامین کې اغیزمنه مرسته کوي.
غونډه په هیواد کې د تلپاتې سولې په هیله پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز