Language Switcher

RJ Social Icons

د تڼیو قومي مشرانو د سولې بهیر نه ملاتړ اعلان کړ

د خوست د تڼیو قومي مشرانو په هغه غونډه کې چې د روان ۱۳۹۶ کال د زمري په ۱۹ نیټه  د سولې ولایتي کمیټې په نوښت رابلل شوې وه او د سيمې مخورو مشرانو، ځوانانو img khost tribe elders gathering sup peace asad 19قومي مشرانو او علمای کرامو ګډون پکې کړی و د افغان دولت د سولې پروسې څخه  خپل ملاتړ اعلان کړ.
په یاده غونډه کې د وزيرو قومي مشر حاجي ګل امير وويل: له دې وروسته به زموږ کوښښ دا وي چې د افغانستان د سولې پروسه کاميابه کړو، هغه څوک چې د دې نظام په مقابل کې ولاړ دي، په يوه سوله ييزه طريقه عادي ژوند ته را دعوت کړو.
همدارنګه د وزيرو بل قومي مشر مير عباس خان وویل چې د افغاستان جنګ کومه عقيدوي او ديني جنبه نه لري، بلکې دا زموږ او ستاسې د تباهۍ او له منځه وړلو جنګ دی.
د تڼيو د مشرانو له ډلې نه حاجي شيرنواز خان د کډنوالو دا نيک ګام او د افغان ولس سره د سولې په برخه کې همکاري وستايله او وعده یې وکړه چې موږ به هيڅکله هم د سولې د پروسې په فعال ساتلو کې ناغيړي ونه کړو، ده په خوست میشتو ولسونو غږ وکړ چې خپل امنيت، خپله خاوره او خپل خلک له ګواښ سره مه مخامخ کوئ.
غونډه په هیواد کې د تلپاتې سولې په هیله پای ته ورسیدله.

د ۱۳۹۶ کلیز