Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا اجرائیه پلاوي غونډه وکړه

د سولې عالي شورا اجرائیه پلاوي د روان کال د زمري په ۱۷مه نیټه د یادې شورا د مرستیال ښاغلي حاجي دین محمد په مشرۍ د شورا په مقر کې غونډه وکړه.
img kabul exec mem meeting asad 17 1غونډه د سولې عالي شورا د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالخبیر اچقون له خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، بیا ښاغلي حاجي دین محمد د پرانیستونکې وینا په ترڅ کې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په هیواد کې د سولې د اوسني وضعیت او د کاري پروګرامونو د پلي کیدو په برخه کې د سولې عالي  شورا د کړنو او هڅو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د سولې بهیر د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک د کاري رپوټ د وړاندې کولو تر څنګ د سولې د یو شمیر ولایتي کمیټو د بیا فعالولو اړوند مفصل معلومات وړاندې کړل. همدا راز ده د سولې عالي شورا د کاري کمیټو پر جوړښت او رامینځته کولو هم رڼا واچوله، چې د اجرائیه پلاوي له خوا د سولې عالي شورا د کاري کمیټو جوړښت او تشکیل په پرنسیب کې تایید شو.
img kabul exec mem meeting asad 17 2د غونډې بله برخه د آزاد بحث لپاره ځانګړې شوې وه، چې ګډونوالو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل. پدې بحث کې د اجرائیه پلاوي غړو ټینګار وکړ چې د سولې ولایتي کمیټو په جوړښت کې دې ښځو ته فعاله او رغنده ونډه ورکړل شي. پر دې هم ټینګار وشو چې د ولایتي کمیټو د غړو په ټاکنه کې دې وړتیا او کاري استعداد په پام کې ونیول شي.  
په پای کې د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي حاجي دین محمد د غونډې د پایلو د یادونې په ترڅ کې د هغو ولایتي کمیټو پر بیا فعالیدو ټینګار وکړ چې د مختلفو لاملونو له مخې له فعالیته لویدلې دي او دا یې هم اړینه وبلله چې د سولې ولایتي کمیټو د رئیسانو په ټاکنه کې د وړتیا، تعهد او پوهې معیار په کلکه رعایت شي.
غونډه د افغانستان د پرمختګ او سولې د ټینګښت په دعا سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز