Language Switcher

RJ Social Icons

یووالی د افغانانو د بري او بقا راز دی

د کندهار د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي شیر احمد خان د روان کال د زمري په ۱۵مه نیټه د یاد ولایت د ډنډ ولسوالۍ د میانجوی کلي له قومي مشرانو او مخورو سره د img kand tribe elders on peace asad 15سولې او امنیت د ټینګښت په لارو چارو د غور په اړه غونډه درلوده.
په پیل کې قومي مشر حاجي صحرایي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سولې او ثبات پر وړاندې د پرتو خنډونو د یادونې ترڅنګ یې وویل: بې عدالتي، اداري فساد او زور واکي د سولې او ثبات د تامین پر وړاندې لوی خنډونه دي، نو اړینه ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دغو بدمرغه پدیدو په مخنیوي کې جدي ګامونه واخلي، څو عادلانه او تلپاتې سوله ټینګه شي.
ورپسې د سولې ولایتي کمیټې رئیس وینا وکړه، وې ویل: مونږ ستاسې نظرونه اورو او لوړو پوړو مقاماتو ته یې رسوو، څو د سولې د تأمین زمینه برابره شي. دا هم ټولو ته معلومه ده چې یووالی زمونږ د بري او بقا راز دی، نو ټول باید سره وروڼه اوسو او په ګډه د ټولو ناخوالو مخه ونیسو.
قومي مخور حاجي جانان اکا هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې چې نا اهل چارواکي د خیر پر ځای د شر لامل کیږي، نو د حکومت مشرتابه باید د چارواکو په ګومارلو کې د اهلیت معیار په کلکه رعایت کړي.
ډاکټر مستقیم، حاجي محمد حسین اکا او یو شمیر نورو هم هر یوه په خپل وار خبرې وکړې، د خپلې سیمې ستونزې یې په ګوته او د سولې او امنیت په ټینګښت کې یې د هر ډول همکاریو وعده ورکړه.

د ۱۳۹۶ کلیز