Language Switcher

RJ Social Icons

ننګرهار کې د مدني فعالانو، محصلینو او سولې ولایتي کمیټې ګډه غونډه

د ۱۳۹۵ کال د اسد په ۱۲ مه نیټه په جلال اباد ښار کی د عامه څیړنو موسسی له خوا (په سوله کی د ښځو رول ) تر عنوان لاندی غونډه جوړه شوه. په پیل کې مولوي محمد عباس په سوله کې د ښځو رول د اسلام مقدس دین له نظره تشریح کړ او سوله یې د افغان ملت یوه ستره هیله وبلله. ورپسې یو تن مدني فعال احسان الله خبرې وکړې وې ویل چې د سولې نوی بهیر دې د خلکو د لید او اند پر بنسټ رامنځ ته شي او د ښځو ونډه دې پکې ډیره شي. یو تن محصل (عبدالله حسیب) هم په خپل وار د سولې په پروسه کې د ښځو په رول رڼا واچوله زیاته یې کړه چې موږ په افغانستان کې یو لرغونی دود لرو، په پخوانیو وختونو کې به کله چې د دوو قومونو تر منځ جګړه وه، ښځې به راتللې د قومونو د نارینه وو تر مخ به یی خپل ټیکری غوړولو، په دې توګه به ښکېلو غاړو د همدغو ټیکریو په درناوي جګړه بس کړه، نو دا پدې دلالت کوي چی ښځې زموږ په دودیز کلتور کې له ځانګړي درناوي څخه برخمنې وې. په پای کې ازاد بحث وشو چی د غونډې ټولو ګډونوالو پکې برخه واخیسته او غونډه په هیواد کې  د امن او سولې په هیله پای ته ورسیده.  

د ۱۳۹۶ کلیز