Language Switcher

RJ Social Icons

په پکتیکا کې د سولې له پروسې نه د ملاتړ غونډه

د پکتیکا ولایت دغونډو په تلارکي د روان کال د اسد په ۹ مه نیټه  له سولې پروسې او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له سوله ییزو هڅو څخه د ملاټړ غونډه جوړه شوه .
img paktia peace process supp asad 9په غونډه کي د پکتیکا مرستیال والي ښاغلي عطاء آلله فضلي، د پکتیکا ولایت د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي ظفرخان سلیمانخیل، ګڼو قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو ، مدني فغلانو اود بیلابیلو ریاستونو رئیسانو برخه اخیستي وه.
 غونډه د قرانکریم د څومبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې دیني عالم خلیفه صاحب وینا وکړه، وې ویل چي سوله د اسلام له نظره ستر اهمیت لري، نو راځئ چې د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم لاره تعقیب کړو او په سوله منګولې ولګوو. قومي مشر حاجي نظرګل وویل اړینه ده چي د سولې په راوستو کي سره يو شو، څو په ګران هیواد کې تلپاتې سوله راشي .
بیا  په وار سره دیني علماوو، مشرانو او مدني فعالانو خبرې وکړې وې ویل چې روان جنګ پردی دی، د دغه پردي جنګ په مقابل مونږ د سولې له پروسې څخه په کلکه ملاتړ کوو، او د سولې اواز د وطن تر هر کونج پوري رسوو. په پای کې د پکتیکا ولایت مرستیال والي د غونډې له ټولو ګډنوالو نه مننه وکړه زیاته یې کړه چي سوله الهي امر دی ا ومونږ د دغه الهي امر د تطبیق لپاره مټې رانغښتې دي.
غونډه په هیواد کې د تلپاتې سولې د تامین په هیله پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز