Language Switcher

RJ Social Icons

رسنۍ د سولې پیغام رسولو، اغیزمنه وسیله ده

د سولې د عامه ذهنیت خپرولو په پار ځانکړو پيغامونو، او بېلا بېلو پروګرامونو خپرولو، له لارې مو د سولې روان بهیر ته کار کړی او لا به هم دغه کړنې جاري وساتو.
img paktia media role peace asad 2 1دا خبرې په هغه غونډه کې وشوې، چې د پکتیا په مرکز ګردیز، د افغان ښځو شبکې په دفتر کې، د روان کال د اسد میاشتې په  دوېیمه نېټه جوړه شوې وه.
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او د ښه راغلاست وینا د افغان ښځو شبکې مشرې زرغونې همت واوروله، نوموړې د رسنیو د استازو له راتګ نه مننه وکړه او د سولې په ذهنیت خپرولو کې یې د دوی هڅې وستایلې.
ورپسې د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء د عامه پوهاوي څانګې مسؤل محمد خان ریحان د سولې د عامه ذهنیت خپرولو په برخه کې د رسنیو پر رول هر اړخیزې خبرې وکړې وې ویل، چې رسنۍ د سولې د پیغام په لیږد کې تر ټولو زیاته اغیزمنه وسیله ده او په دې برخه کې یې له ټولو سیمه ییزو رسنیو څخه مننه وکړه، چې په هر وخت کې یې د سولې په تړاو پیغامونه او مختلف پروګرامونه چمتو او خپاره کړي دي.
د پکتیا د ملي راډیو تلویزیون خبریال اسدالله غیرت وویل، چې تر ډيره ټولو رسنیو، هغه که په img paktia media role peace asad 2 2ملي کچه دي او که په سیمه ییزه کچه دي، د سولې په ټینګښت کې خپل رول ادا کړی دی او لا نور به هم خپلې هڅې جاري وساتي، نوموړی وایي په دې برخه کې به د نارینه وو تر څنګ ښځینه وو ته هم د دې موقع ورکړو، چې تر نورو د سولې پیغام ورسوي.
همدا راز د غونډې یو تن ګډونوال د نن راډیو همکار واحد ګل هاشمي وویل چې خبریالان کولای شي، د مختلفو برنامو او پروګرامونو له لارې ډول ډول پیغامونه د علماء کرامو، ځوانانو او ښځینه وو، په غږ سره چمتو او د دولت تر مخالفینو یې ور ورسوي، تر څو په هېواد کې روانه جګړه پای ومومي او د دې پر ځای چې د مرګ او درد خبرونه ولرو، د پرمختګ او بیا رغونې راپورونه جوړ کړو او تر اوریدونکو یې ورسوو.
دغونډې په ترڅ کې د ژوند راډیو او ګردېز غږ سیمه ییزو راډیوګانو کارکوونکو هم خبرې وکړې او په پای کې غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې د راتګ په هيله او دعایې ویلو سره، پای ته ورسېده.

د ۱۳۹۶ کلیز