Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې په تامین کې د ښځو رول

د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې له خوا، د روان کال د سرطان میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه د یادې کمیټې د غونډو په تالار کې، په سوله کې د ښځو رول تر عنوان لاندې غونډه جوړه شوه.
img paktia women role peace saratan 25غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پکتیا د سولې ولایتي کمېټې د دارالانشاء رئیس حمید الله حسن یار پيلیزه وینا واورله، نوموړي د سولې په روان بهیر کې د ښځینه وو رول اړین وباله او په دې برخه کې یې د ګډونوالو راتګ وستایه، همدارنګه یې ګډونوالو ته د سولې د ولایتي کمیټې د کړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، وې ویل چې د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې په ولسوالیو او مرکز کې د بېلا بېلو غونډو له لارې خلکو ته د سولې ذهنیت ورکړی او تر ډېره یې خپلې هلې ځلې جاري ساتلې دي، نور به هم ولسونه د دولت سره پوره همغږۍ ته وهڅوي او ښځینه وو ته به د سولې په پروسه کې لا ډیره ونډه ورکړي، تر څو د دوی  په مټ په کورنیو کې د سولې پیغام خپور او د ولسونو هر فرد ته ورسیږي.
ورپسې د ګډونوالو له ډلې آغلې زرمینې افضلي خبرې وکړې، وې ویل، چې که څه هم ښځې په مرکز کې د غونډو په مهال ډير ګډون کولای شي، خو په ولسوالیو کې یې فعالیت او ګډون نه تر سترګو کیږي، نوموړې وویل چې د لیرو پرتو سیمو ښځینه وو ته دا موقع ورکړل شي چې د دغه شان غونډو له لارې خپل نظر له نورو سره شریک کړي.
نوموړې له ګډونوالو وغوښتل چې موږ ته په کار ده چې د دغسې غونډو له لارې په هېواد کې د سرتاسري سولې د قایمېدو لپاره هلې ځلې جاري وساتو.
د غونډې په ترڅ کې نورو ګډونوالو هم خبرې وکړې، دوی تر ډېره په سوله کې د ښځینه وو پر رول زیات ټینګار کاوه او ویل یې که په یاده پروسه کې د ښځینه وو ونډه ډیره شي، مثبته پایله درلودلی شي.
غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې د راتګ په دعایې ویلو سره پای ته ورسېده.

د ۱۳۹۶ کلیز