Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا عمومي غونډه ترسره شوه

د سولې عالي شورا دویمه عمومي غونډه د سولې عالي شورا د رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خليلي په مشرۍ د روان کال د چنګاښ په ۲۸مه نیټه د یادې شورا د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
img kabul majme omumi july 19 saratan 28 2غونډه د سولې عالي شورا د غړي ښاغلي مولوي شفیع الله نورستاني له خوا د قرآنکریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. بیا ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي پرانیستونکې وینا وکړه، یادونه یې وکړه چې د سولې عالي شورا وروستیو هڅو په رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی، ان تر دې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د وسله والو مخالفینو په لیکو کې یې هم یو شمیر بحثونه راولاړ کړي دي. ده د افغانستان د کشالې پر سوله ییز حل، او د سوله ییزه او له جګړې نه پاک ژوندانه په اړه دې د افغانانو د عامه پوهاوي د لوړولو پر هڅو په ټینګار سره وویل، چې د سولې عالي شورا هوډ لري د ورور وژنې او جګړې په خاتمه کې خپل د پام وړ رول په سمه توګه ادا کړي.
نوموړي د ملي شورا په دواړو خونو کې د خلکو له استازو سره د سولې عالي شورا نیکو اړیکو ترڅنګ، او دیته په اشارې سره څرګنده کړه چې د سولې عالي شورا مشرتابه او غړي له مختلفو لارو چارو نه په ګټه اخستنې سره له وسله والو مخالفینو سره خپلې اړیکې پراخوي، څو وکولی شو د مخامخ بین الافغاني خبرو اترو له لارې د افغانستان روان کړکیچ ته د پای ټکی کیږدو.
ورپسې د سولې پروسې او ملي پخلاینې د اجرائیوي دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک د سولې عالي شورا د کړنو او فعالیتونو رپوټ وړاندې کړ او یادونه یې وکړه چې د چارو د لا سمون او د مخورو او اغیزمنو شخصیتونو له توان نه د ښې استفادې په موخه د سولې عالي شورا په چوکاټ کې د سیاسي، img kabul majme omumi july 19 saratan 28 1علماوو، ښځو او مدني ټولنې او رسنیو کمیټې جوړیږي او د سولې د ټینګښت او جګړې د پای ته رسولو په موخه په نژدې راتلونکې کې ولایتونو ته د سولې عالي شورا د مشرتابه سفرونه پیلیږي.
د اجندا سره سم د غونډې بله برخه د آزاد بحث لپاره ځانګړې شوه، ګډونوالو د سولې پروسې او ددې پروسې د تحقق لپاره د لا اغیزمنو لارو چارو د موندلو په اړه خبرې وکړې.
غونډه د سولې عالي شورا د مشاور او اجرائیه پلاوي د غړي ښاغلي مولوي عطاء الله لودين له خوا په هیواد کې د خیر، سولې او نېکمرغۍ په دعا سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز