Language Switcher

RJ Social Icons

سوله د افغان میرمنو ځانګړې غوښتنه ده

سوله د افغان ولس په خاصه توګه د افغان میرمنو ځانګړې غوښتنه ده، نو د هر افغان دنده ده چې روانې تپل شوې جګړې د ختمولو لپاره د سولې او ملي پخلاینې پروسې بشپړ ملاتړ وکړي.
img kand women need peace saratan 21دغه خبره د کندهار د سولې ولایتي کمیټې منشي جمیلې یوسفي په هغه غونډه کې وکړه چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست د عینو مینې د حرفوي او مسلکې زده کړو مرکز د ښځینه زده کوونکو په ګډون د سرطان میاشتې په ۲۱ نیټه  په یاد مرکز کې جوړه شوې وه.
په پیل کې د قرآن عظیم الشان څو مبارک آیتونه تلاوت شول ، بیا په کندهار کې د سولې او ډیموکراسۍ ټولنې مسؤلې آغلې رحیمې د سولې د ارزښت او د جګړې د زیانونو په اړه مفصلې خبرې وکړې، څرګنده یې کړه ، تپل شوې جګړې د هیواد هرې کورنۍ ته زیانونه رسولي او هیواد یې له بربادۍ سره مخ کړی دی.
ورپسې د سولې ولایتي کمیټې منشي وینا درلوده او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې وویل چې سوله یو الهي امر او د بشریت ځانګړې اړیتا ده. نوموړې له برخه والو میرمنو او نجونو څخه غوښتنه وکړه چې د سولې او پخلاینې د تامین لپاره د سولې ولایتي کمیټې سره همکاري وکړي څو دا جګړه پای ته ورسیږي.
په اخیر کې برخه والو وویل سوله او امنیت زموږ یوازینۍ غوښتنه ده، خو د سولې د تامین په لاره کې د ځوانانو بیکاري، بیوزلي، جهالت او د سولې پروسې سره د یوځای کېدو له پروسې نه بې خبري د سولې د لارې خنډونه دي، چې باید له منځه لاړ شي.

د ۱۳۹۶ کلیز