Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا عمومي غونډه ترسره شوه

د سولې عالي شورا عمومي غونډه د همدې شورا د رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي تر مشرۍ لاندې نن دوشنبه د روان کال د چنګاښ په ۱۹مه ترسره شوه.
img kabul majme omumi july 10 saratan 19 1غونډه د مولوي شفیع الله نورستاني لخوا قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د افغانستان اسلامي جمهوریت ملي سرود خپور شو. بیا ښاغلي استاذ محمد کریم خليلي په خپله پرانیستونکې وینا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له ولسمشر نه مننه وکړه چې پر ده یې باور کړی او د سولې عالي شورا د ریاست ستر مسؤولیت یې ورسپارلی دی، همدارنګه یې په افغانستان کې د سولې پروسې، د سولې شورا د موخو او دندو په اړه د څرګندونو په ترڅ کې یادونه وکړه چې سوله الهي امر دی او ټینګښت یې د افغان ولس هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري او مونږ باید دې سپیڅلې موخې ته د رسیدو لپاره په خپل ټول توان او پوهې سره په پوره زړورتیا او جدیت سره هلې ځلې وکړو او په هیواد کې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت په لاره کې له هیڅ ډول قربانۍ ډډه ونه کړو.
د سولې عالي شورا د سولې د ټینګښت په برخه کې د رسنیو رول مهم او ارزښتناک وباله وې ویل چې رسنۍ د سولې کلتور په خپریدو تاریخي، ملي او هیوادنۍ دنده پر غاړه لري. ده یو ځل بیا له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې له لاسه وتلي فرصتونه جبران او له سولې پروسې سره یوځای شي، د سولې عالي شورا رئیس څرګنده کړه چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس اخستل او سولې پروسې سره یوځای کیدل هیڅکله هم د تسلیمۍ په معنی نه دي، مونږ تیار یو چې د وسله والو مخالفینو روا غوښتنې ومنو.
همدارنګه د سولې پروسې د اجرائیوي دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک د خپلې جامع وینا په ترڅ کې د سولې عالي شورا پر کړنو img kabul majme omumi july 10 saratan 19 2رڼا واچوله او په هیواد کې د سولې اړوند وروستیو انکشافاتو، په ځانګړې توګه د شورا د نوې ستراتیژۍ په اړه غونډې ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته د سولې عالي شورا د عمومي غونډې غړو د خپلو خبرو په ترڅ کې د سولې پروسې پر وړاندې د پرتو ستونزو او خنډونو یادونه وکړه او د سولې عالي شورا د نوې ستراتیژۍ په اړه یې رغنده څرګندونې درلودې، ویناوالو په سوله پروسه کې د ښځو او ځوانانو پر رول ټینګار وکړ او د سولې په پروسه کې د ښځو او ځوانانو د رول د پیاوړتیا  او پراختیا غوښتونکي شول.
د غونډې په پای کې د سولې عالي شورا ستراتیژي د سولې عالي شورا د غړیو له خوا په اصل کې تصویب شوه او یادونه وشوه چې د سولې عالي شورا د عمومي غونډې د غړیو رغنده او جوړوونکي نظریات دې په یاده ستراتیژۍ کې ځای پر ځای شي.  
د سولې عالي شورا عمومي غونډه د سولې عالي شورا د مرستیال مولوي عبدالخبیر اچقون له خوا په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تینګښت په دعا سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز