Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې په تامین کې د ځوانانو مسئولیتونه

که ځوانان د سولې د تامین په چارو کې د سولې ولایتي کمیټو سره ګډ کار وکړي ژر به مو هیوادوال د تپل شوې جګړې له ناخوالو څخه خلاص شي.
img kand youth resp in peace saratan 14دغه خبره د کندهار د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي شیر احمد خان حقیار د مدني ټولنو  له مشرانو او ښوونکو سره په هغه غونډه کې وکړه چې د سرطان پر ۱۴ نیټه د ده د کار په دفتر کې جوړه  شوې وه.
د قرآن عظیم الشان  د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د سولې ولایتي کمیټې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه، تاسو پوهیږئ چې  سوله او امنیت د افغان ولس لومړنۍ اړتیا او غوښتنه ده او مونږ  هغه وخت پدې برخه کې پرمختګ کولای شو چې د هیواد ځوان قشر زموږ ملاتړ وکړي او د سولې او پخلاینې په هڅو کې پوره همکاري راسره وکړي، د دولت مخالف کسان هم له جګړې څخه ستړي شوي او په دې پوهیږي چې جګړه او مخالفت کول د حل لاره نه ده، بلکې د حل ښه لاره خبرې او تفاهم دی.
وروسته د لوی کندهار د ځوانانو د پرمختګ مدني ټولنې مشر عبدالاحد افغان، حاجي محمد داود او ښوونکي محمد الدین په وار سره لومړی د سولې ولایتي کمیټې رئیس ته د نوې دندې مبارکي وویله او هم یې د سولې ګټې او ارزښتونه بیان کړل، جګړه یې د بشریت په زیان وبلله او زیاته یې کړه موږ د تپل شوې جګړې زیانونه په خپلو سترګو لیدلي، هغوی پر ټولو افغانانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، دولتي چارواکو، ښځو او ځوانانو باندې غږ وکړ چې د سولې او پخلاینې د تامین لپاره د ملي یووالي پر روحیې سره کار وکړي دغه راز له وسلوالو مخالفینو څخه هم هیله کوو چې نور  له دې بربادونکې جګړې څخه لاس واخلي، د تفاهم، خبرو او پخلاینې لاره خپله کړي.

د ۱۳۹۶ کلیز