Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا اجرائیه پلاوي غونډه ترسره شوه

د سولې عالي شورا اجرائیه پلاوي نن سه شنبې د روان کال د سرطان په ۱۳مه نیټه د سولې عالي شورا د رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي په مشرۍ د مرستیالانو، اجرائیه هیئت غړو او د سولې پروسې img kabul hpc exect meeting saratan 13 1د اجرائیوي دارالانشاء د رئیس په ګډون، غونډه وکړه.
په پیل کې د قرآنکریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول، بیا د سولې عالي شورا رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي په هیواد کې د سولې او امنیت د فعلي وضعیت او په اړه یې د سولې عالي شورا د دندو په اړه څرګندونې وکړې، وې ویل: مونږ ټول، د سولې عالي شورا مرستیالان، د اجرائیه هیئت غړي او د شورا نوې مشرتابه دنده لرو چې په پوره جدیت سره د سولې پروسه پرمخ یوسو.
ښاغلي استاذ خليلي د افغانستان د کشالې د حل په اړه یادونه وکړه چې د افغانستان په قضایاوو کې ټولو ښکیلو خواوو دا درک کړې چې د هیواد روانه ستونزه پوځي حل لاره نه لري او ښايي ژر تر ژره د بین الافغاني مخامخ خبرو اترو له لارې د پای ټکي ورته کیښودل شي، له همدې ځایه ده چې ددې سیاسي پوهې او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او سولې عالي  شورا د سوله غوښتونکو هڅو په رڼا کې هڅې زیاتې او ګړندۍ شي.
همدا رنګه نوموړي د سولې عالي شورا د یادې شورا نوې ستراتیژۍ ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې باید دا ستراتیژي په بیړه سره نهايي شي، څو په رڼا کې یې د سولې پروسې وروستي مراحل تعقیب او پر بنسټ یې د سولې عالي شورا له خوا د بین الافغاني خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.
img kabul hpc exect meeting saratan 13 2غونډه په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په دعا سره پای ته ورسیده.

 

 

 

 

 

 

img kabul hpc exect meeting saratan 13 3

 

 

 

 

 

 

د ۱۳۹۶ کلیز