Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا نوی رئیس معرفي او رسما یې کار پیل کړ

ښاغلی استاذ محمد کریم خلیلي چې د جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د سولې عالي شورا د رئیس په توګه ټاکل شوی د روان کال د سرطان په ۱۱مه نیټه معرفي او په رسمي توګه یې img kabul khalil intro saratan 11 1کار پیل کړ.
د معرفي پدې غونډه کې چې د جمهوري ریاست د ارګ په چار چنا ماڼۍ کې جوړه شوې وه، جمهور رئیس، قاضي القضات، لوی څارنوال، د ولسي جرګې مرستیال، د ملي شورا یو شمیر غړو، د کابینې غړو، د سولې عالي شورا غړو او په کابل کې د دوستو هیوادونو سفیرانو او سیاسي استازو ګډون درلود. لومړی د قرآنکریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول، ورپسې جلالتمآب جمهور رئیس سولې ته د غم ځپلي هیواد د اساسي اړتیا په هکله خبرې وکړې، ټینګار یې وکړ چې د افغانستان روانه کشاله بیلابیل سیمه ییز او نړیوال ابعاد لري چې له بین الافغاني مذاکراتو پرته هیڅ ډول پوځي حل لاره نه لري. همدا راز ولسمشر څرګنده کړه چې سوله بایلونکی نه لري  او له وسله والو مخالفینو یې وغوښتل چې له تاوتریخوالي او ورور وژنې چې د پردیو د ګټو د ساتنې او د هیواد د تباهۍ او ورانۍ لامل ګرځي، لاس واخلي او د سولې پروسې سره یوځای شي.
جمهور رئیس د سولې عالي شورا هڅو ته په اشارې سره چې له وسله والو مخالفینو سره د تفاهم لپاره یې ترسره کړي، او په ترڅ کې یې له تاوتریخوالي لاس پر سر شوي او د سولې له بهیر سره یو ځای شويدي، د سولې پروسې سره د ښاغلي ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې حزب اسلامي افغانستان د یوځای کیدو ستاینه وکړه او له ټولو وسله والو مخالفینو یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان د اسلامي img kabul khalil intro saratan 11 2جمهوري دولت په سوله ییزو موخو او ژمنو بشپړ باور ولري او د سولې لاره غوره کړي.
بیا د سولې عالي شورا د رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي، اجرائیه پلاوي او عمومي مجمع د غړو د ټاکل کیدو په اړه د ولسمشر فرمان د سولې پروسې او ادغام مجدد د اجرائیوي دارالانشاء د رئیس او په سیاسي چاروکې د ولسمشر د ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک له خوا ولوستل شو.
همدا رنګه پدې غونډه کې د سولې عالي شورا رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي د خپلې وینا په ترڅ کې پر ده باندې د باور له لامله له ولسمشر نه مننه وکړه، د افغانستان د ټولو قومونو او پرګنو یووالی او همغږي یې په هیواد کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت بنسټیز لامل وباله، ژمنه یې وکړه چې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت په لار کې له هیڅ ډول هڅو نه ډډه ونه کړي. د سولې عالي شورا رئیس وسله والو مخالفینو ته په خطاب سره پر دې هم ټینګار وکړ چې هغوی دې له موجود فرصت نه په ګټنې سره له تاوتریخوالي لاس واخلي او له خپلو کورنیو سره یوځای دې د سوله ییز ژوند لاره غوره کړي. ده څرګنده کړه چې د افغانانو په مدیریت او مالکیت بین الافغاني مذاکرات د روان کړکیچ یوازینۍ حل لاره ده او د سولې پروسه هیڅکله هم  د امتیاز او باج ورکولو، او د مقابل لوري د تسلیمۍ په معنی نه ده، بلکې سوله الهي امر ته تسلیمي ده، والصلح خیر.  
img kabul khalil intro saratan 11 3غونډه د ښاغلي مولوي عطاء الله لودین له خوا په هیواد کې د سولې او امنیت د تأمین په دعا سره پای ته ورسیده.

img kabul khalil intro saratan 11 4

د ۱۳۹۶ کلیز