Language Switcher

RJ Social Icons

دیني عالمان په پخلاینې کې ښه کار کولی شي

معزز دیني عالمان او مشران د سولې او پخلاینې لپاره ښه کار کولی شي، نو زه ستاسو څخه په درناوی هیله کوم ، چی د وسله والو طالبانو په پخلاینه کې زموږ سره داسې مرسته وکړی چی د رښتینې سولې img kand religious scholar role peace saratan 11په رامنځ ته کېدو سره افغانان د جګړو له ناخوالو څخه خلاص شي .
دا خبره د کندهار د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي شیر احمد خان حقیار د ښار د دیني عالمانو او قومي مشرانو په هغې غونډه کې وکړه چې د روان کال د سرطان په ۱۱ مه نیټه جوړه شوې وه .
لومړی د سولې ولایتي کمیټې رئیس راغلو دیني عالمانو او مشرانو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه ما د الهي امر د سولې پروسې د پیاوړتیا لپاره کار پیل کړی، خو دا کار ستاسو عالمانو او مشرانو له بشپړې همکارۍ پرته امکان نه لري، تاسو پوهیږی چې جګړه ګټونکې نه لري او زیان یې عام ولس ته رسیږي، نو زه پدې برخه کې ستاسو دیني عالمانو او قومي مشرانو کلکه همکاري غواړم .
وروسته دیني عالم مولوي جنابي صاحب لومړی د سولې ولایتي کمیټې رئیس ته د نورو په استازیتوب د نوې دندې مبارکي وویله زیاته یی کړه د سولې د تامین په خاطر ټول افغانان مسئولیت لري او هر یو باید خپل مسئولیت په صداقت سره تر سره کړي.
بیا مولوي عبدالحلیم ، قومي مشر حاجي غلام غوث سعیدي د وسله والو مخالفینو د پخلاینې او د سولې سره د یوځای کېدو په لاره کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې په دې کار کې باید موږ او تاسو په صداقت سره کار وکړو .

د ۱۳۹۶ کلیز