Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې پر تامین او کلیوالي ستونزو پر حل لارو خبرې وشوې

د کندهار سولې ولایتي کمیټې رئیس په هیواد کې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت په موخه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د دریو کلیو له قومي مشرانو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې د سرطان په ۱۱ img kand gathering peace remedy village saratan 11نیټه غونډه وکړه او د هغوی ستونزې یې واوریدې.
د کندهار د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي شیر احمد خان حقیار راغلو میلمنو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د سولې پروسې د تامین پر لارو چارو په خپلو خبرو کې وویل؛ تپل شوې اوږدې جګړې زموږ هیوادوال ډیر وځورول او د ژوند په هره برخه کې یی له زیانونو سره مخامخ کړل، اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې افغانان د خپل هیواد د ژغورنې لپاره سره یو او په خپل هیوادني مسئولېت سره داسې ګډ کار وکړي چې جګړه پای ته ورسیږي.    
وروسته د ډنډ ولسوالی د میانجوی کلي اوسیدونکي قومي مشر حاجي محمد اصف صحرایي، د مرد کلا کلي اوسیدونکي ډاکټر محمد ولي مستقیم او د خوجالی کلي اوسیدونکي حاجي ګران محمد اکا د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل سوله زموږ لومړۍ غوښتنه ده نو هر افغان باید د سولې او پخلاینې لپاره کار وکړي دا ځکه چې بهرنیانو موږ ته د سولې راوستولو هڅې نه دي کړې، دغه راز هغوی په وار سره د خپلو کلیو د پرتو ستونزو په اړه وویل؛ د ټولو کلیو د بیا رغونې لپاره د دولت له خوا بودجه منظور او ورکړل شوې، خو زموږ په کلیو کې تر اوسه د بیا رغونې کار نه دی ترسره شوی، نو هیله کوو چی په دې لاره کې زموږ سره همکاري وکړي.

د ۱۳۹۶ کلیز