Language Switcher

RJ Social Icons

په لغمان کې د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا مراسم ترسره شول

د روژې مبارکې میاشتې په ۱۵ مه د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هرات، ننګرهار او خوست په ولایتونو کې د وروستیو تروریستي خونړيو img laghman pray to martyrs jawza 20بریدونو شهیدانو روح ته د دعا او قرانکریم د ختم مراسم ترسره شول.
 د دعا او قرانکریم د ختم په دغو مراسمو کې دیني علماوو، قومي مخورو، حافظانو، ملا امامانو، د ادارو مسؤلینو او ګڼ شمېر عامو خلکو برخه لرله، ګدونوالو په یو غږ هر ډول تروریستي بریدونه وغندل او د  تروریستانو دا ډول عملونه يې د انسانیت ،اسلامیت او افغانیت له ټولو اصولو خلاف او د بشر ضد نه بښونکي جنایتونه وبلل.
 لغمان والي عبدالجبار نعیمي په همدې موخه د ولایت مقام په مسجد کې جوړو شویو مراسمو ته په خبرو کې د دښمن دغه غیر اسلامي او وحشیانه کړنې په کلکه وغندلې او په ولسونو یې غږ وکړ، چې د ملي یووالي ټینګښت ته پاملرنه وکړي ، د نظام ملا وتړي، د سولی د روانې پروسې ملاتړ وکړي او د دښمن له لوري د قوم، ژبې، سمت، نژاد او مذهب په نومونو د افغانانو د تفرقې شومه دسیسه شنډه کړي.
په پای کې د غونډې پریکړه لیک د لغمان د علماوو په استازیتوب، د لغمان د ارشاد، حج او اوقافو رئیس سید نجیب الله هاشمي لخوا ولوستل شو.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info