Language Switcher

RJ Social Icons

د پکتیا قومي مشران او علماء د سولې پروسې ملاتړ کوي

د روان کال د جوزا په اتلسمه نېټه، د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ګڼ شمېر قومي مشرانو، علماء کرامو، د سولې ولایتي کمیټې چارواکو او غړو، ځوانانو، مدني فعالانو او img paktia tribes peace support jawza 18 2دولتي کارکوونکو په ګډون، د سولې او امنیت په راتګ کې د ولسونو رول او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت څخه په کلکه د ملاتړ په پار ځانګړې غونډه، جوړه شوې وه.
غونډه د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه او د ښه راغلاست وینا قومي مشر ښایسته جان احدي واوروله، نوموړي په ټولو ولسونو د اوسني نظام د ملاتړ په موخه غږ وکړ او زیاته یې کړه، چې ټول قومونه دې د خپل یووالي او اتحاد په مټ، په هېواد کې د دایمي سولې لپاره کار وکړي.
ورپسې د پکتیا د سولې ولایتي کمېټې رئیس مولوي محمد خالقداد حقاني د اسلام له نظره د سولې په ارزښت او د جګړې په زیانونو خبرې وکړې، نوموړي زیاته کړه، اسلام د سولې او img paktia tribes peace support jawza 18 1امن دین دی، مسلمان باید سوله د ژوند یو اړین ارزښت وبولي او نورو ته هم د سولې توصیه وکړي.
نوموړي په هېواد کې د وروستیو بریدونو په ترڅ کې شهید شویو افغانانو ته د بښنې او زخمیانو ته د بیړنۍ شفا دعا وکړه، همدارنګه یې د دولت په مخالفینو غږ وکړ، چې نور دې سولې ته غاړه کیږدي، د افغانانو د وینې له تویېدو دې لاس په سر او سولې پروسې سره یوځای شي.
د غونډې په ترڅ کې د پکتیا د سولې ولایتي کمېټې منشي جنت خان منګل بیا په خپلو خبرو کې پر افغانانو او په ځانګړی ډول پکتیا والو غږ وکړ، چې په اوسنیو حالاتو کې له حکومت سره یو ځای په هیواد کې د یووالي او د نظام د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او مغرضه او پردي پاله اشخاص پرینږدي، چې د وروڼو قومونو تر منځ  نفاق او کرکه رامنځته کړي.
د پکتیا د علماوو شورا په استازیتوب مولوي خواجه الدین حقبیان،  له  ټولو قومي مشرانو او دیني علماء کرامو وغوښتل چې د ممبر له لارې دې د سولې په تړاو خلکو ته مثبت ذهنیت ورکړي، څو ټول د هېواد د بهبود په موخه مټې راونغاړي او نړیوالو ته وښيي، چې افغانان دا توان لري چې د خپل هېواد جوړولو لپاره کار وکړي.
غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې او امنیت په دعایې سره پای ته ورسېده.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info