Language Switcher

RJ Social Icons

لغمان کې یتیمو ماشومانو د تلپاتې سولې دعا وکړه

د روژې مبارکې میاشتې په یوولسمه د لغمان مرکز او ولسوالیو یتیمو زده کوونکو  د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د یوې لویې راټولیدنې پرمهال په هېواد کې د تلپاتې  img laghman kids for peace jawza 17سولې او امن دعا وکړه. دغو ګلالیو او معصومو ماشومانو پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ چې نور په هېواد کې وژنه  او وینه بهیدنه ودروي او ماشومان د خپلو والدینو له سیورې محروم نکړي، د سولې له پروسې سره یو ځای شي او په هېواد کې د امنیت او  ابادۍ لپاره کار وکړي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي چې په دغه پروګرام کې يې برخه لرله، په را ټولو شویو یتیمو زده کوونکو  د ایچ ایچ ار ډي موسسې لخوا د خوراکي توکیو برابره شوې مرسته وویشله  او له ماشومانو يې وغوښتل چې زده کړې وکړي او د پوهنې له لارې ځانونه د ګران هېواد او خلکو د خدمت جوګه کړي.

د ۱۳۹۶ کلیز