Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې تامین د افغانانو تر منځ د یووالي فضا رامینځ ته کوي

د سولې په تامین سره د مختلفو قومونو ترمینځ د یووالي فضا رامینځ ته کیږي او پرمختګ ته زمینه برابریږي، نو د لوی کندهار د قومونو د همغږۍ شورا باید د سولې ولایتي img kand peace unity sawr 2کمیټو سره یوځای د جګړې په مخنیوي کې هڅې وکړي.
دا خبره د کندهار د سولې ولایتي کمیټې منشي جمیلې یوسفي د لوی کندهار د ګډو قومونو د همغږۍ شورا د څلورمې کلیزې د لمانځنې په غونډه کې وکړه، چې د سهیل لویدیځ زون دیني عالمانو، قومي مشرانو د سولې ولایتي کمیټې د غړو او مدني فعالانو په ګډون د ثور د میاشتې په دویمه نیټه د کندهار ښار د آسیا ستوري په سالون کې جوړه شوې وه.
د غونډې کار د کلام الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل بیا د هیواد ملي سرود خپور شو، وروسته د لوی کندهار د ګډو قومونو د همغږۍ شورا مشر حاجي عبدالولی شاه، ته د ښه خدمت په موخه د قومي مشرانو له خوا د اعزاز پګړۍ ور وتړل شوه. ورپسې حاجي عبدالولي شاه په خپلو خبرو کې د یادې شورا د تشکېل، فعالیتونو او هدفونو په اړه معلومات وړاندې کړل او  له برخه والو یې غوښتنه وکړه چې د هیوادوالو د شخړو په حلولو کې له دوی سره کار وکړي.
د کندهار د سولې ولایتي کمیتې منشي د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: د سولې تامین پرمختګ ته زمینه برابروی نو تر هرڅه لومړی باید ټول افغانان د سولې د ټینګښت  لپاره کار وکړي.
غونډه په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په هیله پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info