Language Switcher

RJ Social Icons

په میدان وردګو کې د سولې او یووالي تر نامه لاندې د کرکټ سيالۍ ترسره شوې

د سولې او یوولي تر نامه لاندې د کرکټ دغه لوبې چې یوه میاشت وړاندې د میدان وردګو د یو شمیر ولسوالیو په کچه د ۴۸ لوبډلو په ګډون په سیداباد ولسوالۍ کې پیل  img wardak cricket peace match jawza 2شوې وي پای لوبه یې د روان کال د جوزا په ۲مه نیټه د پولیسو په تعلیمي مرکزکې ترسره شوه.
د فاینل لوبې د کپونو او مډالونو ویش په مهال د میدان وردګو والي الحاج انجنیر ځنډي ګل زماني  لوبغاړو ته د وینا په مهال وویل: کرکټ یا سپورت د سولې، ورورولۍ او یووالي پیغام له ځان سره لري چې د دا شان لوبو په لاره اچولو سره کولای شو د قومونو او ځوانانو ترمنځ د ورورۍ فضا رامنځ ته کړو. ښاغلي زماني دواړو لوبډلو ته مبارکي وړاندې کړه او غوښتنه یې ترې وکړه چې له همدې لارې د سولې ټینګښت ته کار وکړي.
ورپسې د مشرانو جرګې غړي انجنیر حسیب الله کلیمزي خبرې وکړې وې ویل: ځوانان او لوبغاړي د سولې سفیران دي، دوی کولای شي د سپورت له لارې کرکه له منځه یوسي او د ځوانانو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي اړیکې ټینګې کړي.

د ۱۳۹۶ کلیز