Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې او ثبات په تامین کې د علماوؤ نقش

د کندهار د سولې ولایتې کمیټې مسئولینو د سولې او پخلاینې د لارو چارو موندلو په خاطر له یو شمیر دیني علماوو سره د افغانانو ولسي ټولنې په دفتر کې د روان کال د جوزا په ۳مه نیټه کتنه درلوده.
لومړی د سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء مسئول حاجي محمدعمر ساطع علماوو ته ښه راغلاست وویل؛ زیاته یې کړه تاسو جید دیني علمای کرام د هیواد د سولې او ثبات په لاره کې تر هرچا ښه کار کولای شی، بیا یې د سولې پروسې سره د یوځای کېدو په اړه د سولې عالي شورا طرزالعمل بیان کړ وې ویل؛ موږ غواړو چې ستاسو په واسطه د سولې او پخلاینې پیغام تر وسله والو مخالفینو پورې ورسول شي.
ورپسې یو تن دیني عالم وویل؛ اصلا مسلمان خپل مسلمان ورور نه وژني، خو نن زموږ بیګناه هیوادوال په یوه او بل نامه په ناحقه وژل کېږي، زه پوهیږم چې د هغوی قومانده د پردیو په لاس کې ده، زه به تر خپل توانه هڅې وکړم او اړیکې به ونیسم.
وروسته د کندهار د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي عطامحمد احمدي له علماوو څخه مننه وکړه چې تاسو د خپلو هیوادوالو د ژغورلو لپاره د سولې او پخلاینې پروسې په کار کې برخه اخلی.
د کندهار ښار بل دیني عالم مولوي جنابي صاحب هم د موضوع په اړه خبرې وکړې وې ویل؛ د افغانستان دښمنان نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، دا د افغانانو دنده ده چې په خپل هیواد کې د سوکالۍ او ارامۍ لپاره هڅې وکړي.

د ۱۳۹۶ کلیز