Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې تامین په اړه د همږغۍ غونډه

د سولې د ټینګښت لپاره د مدني بنسټونو د همږغۍ درېیمه غونډه د کلید ګروپ له خوا د سولې ولایتي کمیټې د رئیس او غړو ، د کندهار پوهنتون د استادانو ، محصلینو ، img kand civ socia gathering jawza 1مدافع وکیلانو او د مدني ټولنو د استازو په ګډون د جوزا میاشتې په لومړۍ نیټه د کلید راډیو په تالار کې جوړه شوه.
لومړی د کلید راډیو مسؤول مدیر احمد الله څرګند په پرانستونکو خبرو کې وویل چې د اکسفا نړیوالې موسسې د سروې له مخې سیمه ییزې شخړې ٪۵۰ د سولې تامین په لاره کې خنډ ګرځیدلې دي ، نو اړینه ده چې قومي مشران ددې ستونزې د حلولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. وروسته د کندهار د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي عطا محمد احمدي جګړه بربادي یاده کړه او له قومي مشرانو او دیني عالمانو څخه یې غوښتنه وکړه چې په خپلو سیمو کې د خلکو ترمنځ رامنځته سوو شخړو حل او فصل ته جدي پاملرنه وکړي.
 دغه راز  یو شمیر نورو برخه والو  هم په خپل وار څرګندونې درلودې او دا یې په ډاګه کړه چې  د ځوانانو بیوزلي او بیکاري د سولې تامین په لاره کې غټې ستونزې جوړې کړې دي، که د هیواد ځوان قشر ته د کار زمینه برابره شي، نو ضرور به د جګړې او مخالفت کچه راکمه او د سولې راتلو ته زمینه برابره شي، هغوی  زیاته کړه نړیوال موږ ته سوله نه راولي باید د افغان ولس مشران تیر مخالفتونه شاته پریږدي او په ګډه د سولې او امنیت لپاره هڅې وکړي .
په اخیر کې د ځینو برخه والو له خوا د سولې تامین په کار او د شخړو د حل په  اړه پوښتنې طرحه شوې چې د مسؤولو کسانو له خوا قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info