Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې تأمین د ښځو د حقوقو د رعایتولو یوازینۍ لار ده

د سولې تأمین او د قانون حاکمیت د ښځو د حقوقو د رعایتولو یوازینۍ لاره ده، نو افغان اولس باید په ګډ او اغیزمن کار سره خپل هیواد د جګړې له ناخوالو وژغوري.
img kand women right peace sawr 20دا خبره د کندهار د سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء مسول حاجي محمد عمر ساطع په هغه غونډه کې وکړه چې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې مرستندویه موسسې له خوا ددې زون د ښځینه مدني فعالانو، مربوطه دولتي او غیر دولتي ادارو او د سولې ولایتي کمیټې د استازو په ګډون د غوایي میاشتې په ۲۰ مه نیټه په کندهار ښار کې جو ړه شوې وه .
د غونډې کار د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، بیا د هیواد ملي سرود خپور شو، ورپسې د یادې مؤسسې استازي شاکر حبیبي د پرموټ شراکت پروژې په اړه وویل چې پدې پروژه کې به د ۵ کلونو په اوږدو کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۵۰۰۰ تنې مدني فعالانې وروزل شي، څو د خپل هیواد د خدمت او د ښځو د حقوقو د رعایتولو په برخه کې کار وکړی شي.
وروسته د سولې  ولایتي کمیټي د دارالانشاء مسول د ښځو حقوقو د لارو چارو د بیانولو په ترڅ کې وویل چې د سولې په تأمین او د قانون په حاکمیت سره به د ښځو ځورونه پای ته ورسیږي او حقوق به یې تأمین شي.
د کندهار پوهنتون رئیس حضرت میر توتاخیل، د دیني عالمانو د اصلاحي ټولنې مشر مولوي عبیدالله فیضاني، د محکمې ریاست استازي سلطان محمد فهیم، د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو، معلولینو او د اقتصاد د ادارې استازي هم د موضوع په اړه خبرې وکړې.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info