Language Switcher

RJ Social Icons

لغمان والي د سولې ولایتي کمېټې سره فوق العاده ناسته وکړه

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د روان کال د ثور میاشتې په ۱۸مه نیټه د خپل کار په دفتر کې د سولې ولایتي کمېټې له  مشرتابه، مسؤلینو او غړو سره فوق العاده ناسته وکړه.
img laghman peac commit gathering sawr 18 1پيل کې دلغمان ولایت د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي محمد عمر خبرې وکړي، د اسلامي حزب د امیر راتګ يې لغمان ته د دغه ولایت د اداري او ولسونو لپاره ویاړ وباله او په دې برخه کې يې دټولو نیول شويو هر اړخیزو تدابیرو ستاینه وکړه، نوموړي  ډاډ ورکړ چې د دولت  نورې وسلوالې مخالفې ډلې به هم د اسلامي حزب د سولې لاره خپله کړي.
بیا د کمېټې غړو چې په وار سره يې خبرې وکړي د سولې ولایتي دفترونو پر پياوړتیا ټینګار وکړ او یادونه يې کړه چې د سولې عالي شورا د مخورو دیني علماؤ، مشرانو او جهادي قوماندانانو په مټ دې د سولې روان بهیر چټک او پيآوړی کړي څو  په پوره یووالي سره دغه  ملي بهیر  د بریا تر بریده ورسیږي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د سولې عالي شورا د پخواني مشر ارواښاد پير سید احمد ګیلاني هڅې په هېواد کې دتل پاتې سولې، امن  او د اسلامي حزب د امیر د راتګ او  د سولې له بهیر سره د نوموړي په یوځای کیدلو کې د قدر او ستاینې وړ وبللې او وې ویل : د مشرانو سپېڅلو قوي ارادو د سولې روانې پروسې یو مهم باب پرانیست، د اسلامي حزب رهبر رسماً د دغې پروسې سره یوځای شو او د یوې لوی غونډې له لارې یې د سولې پيغام ورکړ او په هېواد کې روان جګړه يې جهاد نه بلکې افغان وژنه وبلله چې په مخنیوي کې يې د ټولنې د هر وکړي رول او رسالت اړین وباله.

د ۱۳۹۶ کلیز