Language Switcher

RJ Social Icons

ځوانانو ته کار پیداکول د سولې د ټینګښت لامل دی

د کندرهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ او مربوطه سیمو کې د ښوراوک او نورو بندونو په جوړیدو به افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، بیوزلي به ختمه او مخالفین img kand youth jobs sawr 11به د سولې پروسې سره یوځای شي. دغه خبره د سپین بولدک ولسوالۍ کلیوالي مشرانو، د سولې ولایتي کمیټې له رئیس او یوناما دفتر له استازو سره په هغه غونډه کې وکړه چې د ولسوال او امنیه قوماندان په ګډون، د سولې د عامه پوهاوي او د سولې پروسې د پیاوړتیا لارو چارو موندلو په موخه د غوایي میاشتې په ۱۱ نیټه د یادې ولسوالۍ په تالار کې جوړه شوې وه.
لومړی د سپین بولدک ولسوال حاجي سید علي یادونه وکړه چې دا یوه سوداګریزه او اقتصادي سرحدي سیمه ده، د ولسوالۍ د مرکز او کلیو ترمنځ د سړکونو جوړول امنیتي او اقتصادي اهمیت لري، نوموړي په یادې ولسوالۍ کې د دیني عالمانو د شورا جوړولو په لاره کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او په ډاګه یې کړه چې د ولسوالۍ ټول اوسیدونکي د سولې پروسې سره همکارۍ ته چمتووالی لري. وروسته د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي عطا محمد احمدي د سولې او پخلاینې د اهمیت او د مخالفتونو د زیانونو په باب په خپلو خبرو کې وویل ستونزې په ټوپک نه حل کېږي بلکې په تفاهم  او خبرو  سره سوله منځ ته راځي زه تاسو مشرانو څخه هیله کوم چې زموږ پیغام تر جګړه کوونکو مخالفینو پورې ورسوی څو ستونزې په ګډ تفاهم سره حل او فصل کړو.
وروسته د سمې مشرانو حاجي شاه خان اکا، حاجي ولي جان، حاجي محمد داود، ملک شاهد الله او حاجي خیر محمد خان په خپلو خبرو کې وویل سوله هغه وخت راتلای شي چې دولتي چارواکي په صداقت سره کار وکړي، شخصي ګټې پریږدي او د خپلو هیوادوالو د ژغورلو فکر وکړي، د سولې سره یوځای شوو ته باید د اړتیا له مخې مرستې ورسول شي، نړیوال باید زموږ د هیواد په چارو کې د ګاونډیو د لاس وهنې مخه ونیسي. موږ د حکمتیار صاحب د سولې سره د یوځای کېدو هرکلی کوو، طالبان هم باید په ورته اقدام لاس پورې کړي. بیا د هغې ولسوالۍ د پوهنې مدیر علي محمد خان وویل زمونږ ډیری ښوونځي ودانۍ او مسلکي ښوونکي نه لري، د کلیو تر منځ د سړکونو نه شتون د زده کړې په وړاندې لوی خنډ دی.
همدارنګه د یوناما دفتر سیاسي استازي روبین وویل زموږ هدف د سولې او پخلاینې لپاره د لارو چارو موندل دي.
په پای کې د ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار صلاح الدین وویل د ولس په بشپړې همکارۍ په ټوله ولسوالۍ کې امنیت تامین دی، خو امنیتي ځواکونو مو روزنې او تجهیز ته اړتیا لري.

د ۱۳۹۶ کلیز