Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غونډه ترسره شوه

جد سولې عالي شورا اجرائیه پلاوي د روان کال د وري په ۳۰مه نیټه د سولې عالي شورا د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالخبیر اچقون په مشرۍ غونډه وکړه.
img kabul executive board meeting hamal 30 1په پیل کې د اجرائیه پلاوی غړي ښاغلي حبیب الله فوزي د قرآنکریم څو مبارک آیتونه تلاوت کړل، بیا د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي مولوي عبدالخبیر اچقون په پرانیستونکو خبرو سره غونډه پرانیسته. ورپسې د سولې بهیر او ادغام مجدد د اجرائیوي دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک د دارالانشاء د کړنو په اړه د غونډې ګډونوالو ته مفصل معلومات ورکړل، څرګنده یې کړه:
زمونږ لومړنۍ موخه دا ده چې د سولې غږ له پخوا نه په ډیره پیاوړې توګه د جګړې پر غږ برلاسي ومومي او دا هڅه او هاند غواړي، د سولې عالي شورا ستراتیژي چې لومړنی فصل یې د جلالتمآب ولسمشر له خوا نهايي شوی او د سولې عالي شورا دارالانشاء خپل کاري پلان په ډیره شفافه توګه د همدې ستراتیژۍ پر بنسټ تیار کړی دی.
 د دارالانشاء رئیس له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهملیک د چارو د پلي کیدو د دوام په اړه څرګنده کړه چې ددې تفاهملیک د پلي کیدو پروسه په ښه توګه مخکې ځي او په راتلونکې کې به د حزب د یو شمیر بندیانو د خوشي کیدو شاهدان واوسو، همدا رنګه د ښاغلي ګلبدین img kabul executive board meeting hamal 30 2حکمتیار د هرکلي لپاره هم اړینه تیاري نیول شوې ده.
ښاغلي خپلواک د خپلو خبرو په دوام سره د سولې عالي شورا د دارالانشاء تشکیلاتي اصلاحات غونډې ته وړاندې کړل، چې د رایو په اتفاق سره یې تود هرکلی وشو.
همدا راز د دارالانشاء رئیس له تمویل کوونکو سره د شورا د وروستۍ ناستې په اړه چې د ملي امنیت د مشاور په ګډون ترسره شوې معلومات وړاندې کړل، څرګنده یې کړه چې تمویل کوونکو پدې ناسته کې له سولې پروسې نه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ. ښاغلي خپلواک د امریکا د متحده ایالاتو د امنیت مشاور پر سفر هم رڼا واچوله یاده یې کړه چې نوموړي په افغانستان کې له سولې پروسې نه بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
غونډه د اجرائیه پلاوی د غړي ښاغلي قاضي محمد امین وفاد په دعا سره پای ته ورسیده.

 

د ۱۳۹۶ کلیز

1