Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې په تامین کې د دیني عالمانو رول

د هیواد دیني عالمان تر هر چا زیات د سولې په تامین او فساد په مخنیوي کې ښه کار کولای شي، ځکه هر افغان ورته درناوی لري او خبره یې مني.
img kand olama peace role hamal 23 1دغه خبره د کندهار د سولې ولایتي دارالانشاء مسؤل حاجي محمد عمر ساطع د دیني عالمانو په هغه غونډه کې وکړه، چې د روان کال د وري په ۲۳مه د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له خوا جوړه شوې وه.
د غونډې په پیل کې د قران پاک څوک مبارک ایتونه تلاوت شول، بیا د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس قاضي محمد عمر د سولې تامینولو او فساد د مخنیوي په کار کې د دیني عالمانو رول او مسؤلیتونه بیان کړل.
ورپسې د سولې ولایتي دارالانشاء مسئول د سولې د اهمیت او جګړې د زیانونو په اړه خبرې وکړې وې ویل: اوسنۍ تپل شوې جګړه جهاد نه دی بلکې افغان وژنه او ورانکاري ده، ځکه اوسنی نظام د افغانانو په رایو جوړ شوی دی، نو تاسو دیني عالمان هغو کسانو ته چې زموږ په هیواد کې جګړه روا بولي د رسنیو او نورو لارو نه په استفادې سره قناعت ورکړی، څو له جګړې لاس واخلي. وروسته په کندهار کې د شخړو حلولو ادارې مسؤول حکمت الله مجددي په خپلو خبرو کې وویل دیني عالمان باید د خپلو مسلمانو وړونو د اصلاح په لاره کې زموږ سره یوځای په  مسئولېت سره کار وکړي. بیا د دیني عالمانو په استازیتوب مولوي فضل الحق د فساد په مخنیوي کې د دیني عالمانو  د رول په اړه خبرې وکړې.
یاده ناسته په هیواد کې د تلپاتې سولې په هیله پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز

1