Language Switcher

RJ Social Icons

له افراطیت سره د مقابلې په اړه دوه ورځنی کنفرانس

د تاوتریخوالي او افراطیت په وړاندې د ملي ستراتیژۍ جوړونې په اړه دوه ورځنی کنفرانس د سولې او پیوستون لپاره د همکارۍ موسسې له خوا د کندهار ولایت د فکر د img kand extremism conf hamal 21 1خاوندانو، ځوانانو، ښځو، د سولې ولایتي کمیټې غړو او مدني فعالانو په ګډون د روان کال د  وري په ۲۰ او ۲۱مه نیټه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تالار تر سره شو.
کنفرانس د قرآن پاک څو مبارک ایتونه په تلاوت پیل شو، وروسته د سولې او پیوستون لپاره د همکارۍ موسسې استازي د کنفرانس د اجنډا په اړه خبرې وکړې وې ویل: زموږ موسسه هڅه کوي چی د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د افراطیت د مخنیوي په اړه د ملي ستراتیژۍ جوړونې په اړه د نظر خاوندانو نظریات راټول کړي، څو افغانستان د افراطیت له خطره وژغورل شي.
وروسته د کندهار ولایت مرستیال والي عبدالحنان منیب د افراطیت او جګړه مارو ډلو د ورانکاریو په باب خبرې وکړې وې ویل: افراطیت د پرمختګ او د ولسونو د سوله یز ژوند لپاره غټ خنډ دی او لازمه ده افغانان په اتفاق سره د خپل هیواد د ژغورنې په موخه لاسونه سره ورکړي څو د افراطیت مخه ونیول شي.
بیا د سولې او پیوستون لپاره د همکارۍ موسسې غړي محمد یار یار د افراطیت د عواملو او د هغه د مخنیوي په هکله څرګندونې وکړې، وروسته ۶ تنو د نظر خاوندانو، د کندهار پوهنتون علمي مرستیال شیرشاه رشاد او د یاد پوهنتون استاد محمد شعیب وحدت، img kand extremism conf hamal 21 2مدني فعال احمدشاه سپر، مدني فعالې ډاکټر عزیزي وطنوال، مدني فعالې مریم درانۍ او دیني عالم استاد فیروز په وار سره د افراطیت او د ښځو د حقوقو په اړه د برخه والو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
وروسته د موضوع په اړه برخه والو په ګروپی کار کې ګډون وکړ او خپل نظریات یې د برخه والو په وړاندې ولوستل.
د کنفرانس د دویمې ورځې په پیل کې لومړی د قرآن پاک څو مبارک آیتونه تلاوت شول، وروسته محمدیار یار د تیرې ورځې د غونډې د موضوعاتو یادونه وکړه، بیا د افراطیت د مخنیوي او حل لارو چارو موندلو په خاطر شپږ تنه د نظر خاوندانو احمدشاه سپر، محمدعمر ساطع، دیني عالم عبدالغفور پیروز، محمدشعیب وحدت، ډاکټر عزیزي وطنوال او مریم درانۍ په وارسره د برخه والو پوښتنو ته ځوابونه وویل؛ هغوی اقتصادي کمزورتیا، بیکاري، د نشه یي توکو استعمال، د عامه پوهاوي نه شتون، د سواد د کچې ټیټوالی د سولې او ثبات د نه شتون او د افراطیت د پیاوړتیا لاملونه وبلل.
ورپسې د ګروپي کار د هرې ډلې مشر د موضوع په اړه خپل لیکل شوي نظرونه بیان کړل، په آخر کې اووه تنو د فکر خاوندانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info