Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا اجرائیه پلاوي غونډه وکړه

د سولې عالي شورا اجرائیه پلاوي د روان کال د وري په ۱۶مه نیټه د سولې عالي شورا د مرستیال ښاغلي حاجي دین محمد په مشرۍ د سولې عالي شورا د کنفرانسونو په خونه کې غونډه وکړه.
img kabul hpc executive board meeting hamal 16 1غونډه د سولې عالي شورا د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالخبیر اچقون له خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، بیا د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي حاجي دین محمد د خپلې پرانیستونکې وینا په ترڅ کې د سولې پروسې او ادغام مجدد د اجرائیوي دارالانشاء د رئیس په توګه  په سیاسي چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي ښاغلي ډاکتر محمد اکرم خپلواک ټاکل کیدل یو ازغیزمن او پرځای اقدام وباله، هیله یې څرګنده کړه چې د نوموړي د پوهې او کاري تجربو په مټ به د سولې ملي پروسه چې د سولې عالي شورا له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي په بریالیتوب سره پلې شي. ده دا هم وویل چې جګړه د افغانستان د لانجې حل لاره نه ده، نو باید سولې ته جدي پاملرنه وشي.
په غونډه کې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه سیمه ییزې اجماع ته هم اشاره وشوه او څرنګه چې سیمه ییزې پالیسۍ د افغانستان د سولې پر پروسه مستقیمه اغیزه لري او له بدمرغه د سیاسي تفاهماتو د نه شتون له لامله راولاړو شویو ستونزو دغه اجماع له شک او تردید سره مخامخ کړې، نو د افغانستان دولت هڅه کوي په خپلې فعالې دیپلوماسۍ سره سیمه ییزه اجماع په ښه توګه مدیریت او پیاوړې کړي.  
img kabul hpc executive board meeting hamal 16 2ورپسې د سولې پروسې او ادغام مجدد د اجرائیوي دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد اکرم خپلواک د خپل کاري پلان په اړه د غونډې ګډونوالو ته لنډ معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې له علماوو، مدني ټولنې، ځوانانو، میرمنو، علمي مرکزونو، سیاسي ګوندونو، قومي مشرانو سره ګډ کار او له تکفیري افکارو او د سپیڅلي محمدي شریعت ضد عقایدو سره مبارزه یې د کاري پلان په لومړیتوبونو کې ځای لري. نوموړي دې ته هم اشاره درلوده چې د راتلونکو دوو میاشتو د کاري پلان د طرحې او ترتیب ترڅنګ به د ادغام مجدد پروسه په قوي او اغیزمن مدیریت سره پیل  او پرمخ یوسي.
په غونډه کې د جګړې او سولې په برخه کې د هیواد د جیدو علماوو د رول او ونډې اړوند څرګندونو په لړ کې په ډاګه شوه چې له نېکه مرغه د افغانستان او اسلامي نړۍ علماء د افغانستان د نظام او خلکو په خلاف وسله واله جګړه ناروا او نامشروع بولي، همدا راز د غونډې ګډونوالو دا هم وویل چې د قانون له پلي کیدو او  ټولنیز عدالت له تآمین پرته د تلپاتې سولې ټینګښت او له دولت سره د خلکو نژدیوالی یو ناشونی کار دی.
غونډه د سولې عالي شورا د اجرائیه هیئت د ارشد غړي او د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف له خوا په هیواد کې د تلپاتې او عادلانه سولې د ټینګښت په دعا سره پای ته ورسیده.

 

 

د ۱۳۹۶ کلیز