Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا عمومي غونډه ترسره شوه

د سولې عالي شورا عمومي غونډه او د ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک د سولې بهیر او ادغام مجدد د اجرائیوي دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس img kabul majme omumi hamal 15 1د ځانګړي استازي د معرفي غونډه، نن د ۱۳۹۶ کال د وري د میاشتې په پنځلسمه نیټه د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر په ګډون د سولې عالي شورا په مقر کې ترسره شوه. په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی ښاغلي محمد اکرم خپلواک په دې وروستیو کې د ولسمشر د یو فرمان په ترڅ کې د سولې بهیر او ادغام مجدد د اجرائیوي دارالانشاء د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.  
غونډه د کلام الله مجید د څو آیتونو په تلاوت سره پیل او د سولې عالي شورا د مرستیال ښاغلي حاجی دین محمد په وینا پرانیستل شوه.  نوموړي په خپلو خبرو کې د تیرو څو میاشتو په ترڅ کې د سولې عالي شورا د کړنو او نویو انکشافاتو په اړه لازم معلومات ورکړل او د ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک ټاکنه یې په دې حساس وخت کې یو نیک او پرځای اقدام وباله او د سولې بهیر ته یې د ملي یووالي د حکومت د مشرتابه له پاملرنې څخه مننه وکړه.
وروسته د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د سولې عالي شورا د پخواني رئیس مرحوم پیر سیداحمد ګیلانی روح ته د دعا ترڅنګ د سولې بهیر د ملي یووالي حکومت له لومړیتوبونو څخه وشمیره او د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځته کولو او img kabul majme omumi hamal 15 2تقویت په لاره کې یې وروستیو انکشافاتو ته په پام سره چې یو لړ اندیښنې او تشویشونه ورڅخه رامنځته شوي دي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت هڅو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د افغانستان دولت په خپلې فعالې دیپلوماسۍ سره توانیدلی چې تر یوحده پر موجوده ستونزو برلاسی ومومي.  
د ملي امنیت سلاکار دغه راز د سولې عالي شورا او دارالانشاء د هڅو ستاینه وکړه او د حزب اسلامي افغانستان سره یې د بین الافغاني مذاکراتو بریالیتوب د خلکو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.
له اجنډا سره سم، د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي مولوی عطاءالرحمن سلیم په تیر یو کال کې د سولې عالي شورا هڅو، کړنو او فعالیتونو په اړه په تفصیل خبرې وکړي او د ښاغلي ډاکټر محمداکرم خپلواک له ټاکنې څخه یې په هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په لار کې د یو مثبت ګام په توګه یادوونه وکړه.
وروسته، ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک د ملي یووالي د حکومت له مشرتابه څخه د ادغام مجدد او سولې بهیر پرمخ بیولو لپاره د نوموړي د ټاکنې له امله مننه وکړه او img kabul majme omumi hamal 15 3ژمنه یې وکړه چې د سولې د ملي او اسلامي بهیر د پلي کولو لپاره به  هیڅ ډول هڅه او هاند و نه سپموي. دغه راز یې تلپاتې، هراړخیزې او عادلانه سولې ته د رسیدو په اړه پر خپلو پلانونو رڼا واچوله چې د سولې عالي شورا او د اړوندو ارګانونو په همکارۍ او همغږۍ او دغه راز د ملي یووالي حکومت د مشرتابه په ملاتړ به یې ترسره کړي.
غونډه د سولې عالي شورا د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالخبیر اچقون په دعائیې سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز

1