Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې پروسې د اجرائیوی دارالانشاء نوي رئیس تعارفي او لومړنۍ کاري غونډه وکړه

په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت په موخه او روانې ناروا جګړې او ورور وژنې ته د پای ټکي د کیښودو په نیت د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالتمآب img kabul js head meeting staff hamal 14 1ولسمشر له خوا، په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي، او د سولې پروسي او ادغام مجدد د اجرائیوي دارالانشاء رئیس ښاغلي ‌ډاکټر محمد اکرم خپلواک تر ټاکل کیدو وروسته، نوموړي نن دوشنبه د  ۱۳۹۶ کال د وري په ۱۴ مه د یادې دارالانشاء له پخواني سرپرست، مرستیالانو او د څانګو له مسؤولینو سره د سولې عالي شورا په دفتر کې تعارفي او کاري غونډه درلوده.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، بیا د غونډې د ګډونوالو له لنډې پیژندنې وروسته د سولې عالي شورا مرستیال او د دارالانشاء پخواني سرپرست ښاغلي عبدالکریم خدام د ولسمشر ځانګړي استازي ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ ددې شورا پر فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله او هیله یې څرګنده کړه چې د ښاغلي ډاکټر خپلواک په راتګ سره به د دې شورا ستونزې حل او فعالیتونه به یې لا اغیزمن او پراخ شي.
ورپسې د سولې پروسې او ادغام مجدد د اجرائیوی دارالانشاء نوي ټاکل شوي رئیس خبرې وکړې، وې ویل: د سولې عالي شورا یو ملي بنسټ دی، چې د خپل اوه کلن فعالیت په موده کې یې د قدر وړ هڅې کړې، د سولې د اهمیت او ضرورت په اړه یې د هیواد په کچه ملي اجماع رامینځته کړې او له حزب اسلامي افغانستان سره د سولې تفاهملیک په لاسلیک کولو سره یې د بین الافغاني مذاکراتو د بریالیتوب په برخه کې ستره لاسته راوړنه درلودلې ده او پدې برخه کې د مرحوم پیرصاحب رول او هڅې د ستاینې او قدر وړ دي، الله تعالی دې یې روح خوشاله لري.
ښاغلي خپلواک د سولې عالي شورا د نوې ستراتیژۍ په اړه وویل: د سولې عالي شورا چې کومه ستراتیژي تیاره کړې وه، هغه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالتمآب img kabul js head meeting staff hamal 14 2ولسمشر له خوا کتل شوې او تمه ده د روانې میلادي میاشتې په لومړنۍ نیمایي کې یې کارونه بشپړ  او  د پلي کولو لپاره تیاره شي. د سولې په دغه ملي ستراتیژۍ کې د وخت غوښتنو ته په کتو سره کورني، سیمه ییز او نړیوال ابعاد، حالات او شرایط په پام کې نیول شوي دي او پر همدې بنسټ جلالتمآب ولسمشر دا اړینه وبلله چې د پلي کولو لپاره یې یوه پیاوړې اجرائیوي دارالانشاء شتون ولري چې تر څو ټاکل شوې موخې ترلاسه شي.
ښاغلي خپلواک زیاته کړه چې دغه اجرائیوي دارالانشاء به د نورو ټاکل شویو دندو تر څنګ د سولې د هر هوکړه لیک په ځانګړې توګه له حزب اسلامي سره د شوي تفاهملیک د پلي کولو او  ادغام مجدد پروسې د ادارې او رهبرۍ دنده پر غاړه لري.
وروسته د دارالانشاء مرستیال ښاغلي فرهاد الله فرهاد د سولې عالي شورا او دارالانشاء د مالي وضعیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، چې په ځواب کې یې ښاغلي خپلواک د ټولو ستونزو د حل ژمنه وکړه او څرګنده یې کړه چې د جلالتمآب ولسمشر د هدایت په رڼا کې به دغه او نورې ستونزې ډیر ژر حل شي او د خدای تعالی په کرم سره به د سولې بهیر لا پیاوړی او پراخ شي.
په پای کې د سولې پروسې او ادغام مجدد اجرائیوی دار الانشاء رئیس د دار الانشاء د اړونده څانګو مسئولینو ته په خپلو کاري جهتونو کې د لا بهبود لپاره دندې وسپارلې.

د ۱۳۹۶ کلیز

1