Language Switcher

RJ Social Icons

سوله باید له کورنیو څخه پیل شي

سوله باید لومړی له کورنیو څخه پیل شي څو هیوادوال مو د تل لپاره د اوږدې جکړې له ناخوالو څخه وژغورل شي.
img kand peace women workshop hamal 9دغه خبره په کندهار کې د افغان ښځو شبکې مسؤلې زرغونې عزیزي په هغه ورکشاپ کې وکړه چې د سولې په بهیر کې د ښځو او ځوانانو د اغیزمنې ونډې او عامه پوهاوي په موخه د روان هجری لمریز کال د وري میاشتې په ۹ نیټه د یادې شبکې په سيمه ییز دفتر کې د ښځینه مدني فعالانو، د ښځینه لیسو د مدیرانو، د سولې ولایتي کمیټې غړو او ځوانانو په ګډون جوړ شوی و.
په پیل کې د قران پاک څو مبارک ایتونه تلاوت شول وروسته د افغان ښځو شبکې د سيمه ییز دفتر مسؤلې د اجنډا سره سم د جوړ شوي ورکشاپ په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: سوله او ثبات د افغان ولس اړینه غوښتنه ده او اوس د دې وخت رارسيدلی دی چې د هیواد ښځې او ځوانان تر هر چا زیات د سولې او پخلاینې د تامین په کار کې هڅې وکړي، خو سوله باید لومړی له کورنیو څخه پیل کړو څو په بشپړ توافق سره د کورنیو غړي د هیواد د سراسري سولې لپاره په ګډه کار وکړي .
وروسته امینې افضلي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ نمبر پریکړه لیک ولوست چې په یوه برخه کې یې د ښځو او بشري حقوقو پر رعایتولو ټینګار شوی، وه دغه راز یادونه وشوه چې ښځې هم د نارینه وو په شان د سولې په تامین او د جګړې په مخنیوي کې کار کولای شي.

د ۱۳۹۶ کلیز