Language Switcher

RJ Social Icons

د ښځو د حقوقو رعایت د قانون په حاکمیت کې دی

د ښځو د حقوقو د ساتنې اصلي لامل ډاډمنه سوله او د قانون حاکمیت دی، لومړی باید افغان مشران د هیواد د مخورو ښځو په ګډون او د نړیوالې ټولنې په مرسته د سراسري img kand women day celeb hoot 16 1سولې د تامین له پاره اړین کارونه تر سره کړي.
دغه خبره د کندهار د ښځو چارو رئیسې او د سولې ولایتي کمیټې غړې رقیې اڅکزۍ په هغه غونډه کې وکړه چې د ماچ د ۸ مې د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ د دولتي او مرستندویه موسسو د چارواکو، ښځینه مدني فعالانو، میرمنو او نجونو په ګډون د ښځو چارو ریاست له خوا د کب پر ۱۶ نیټه د کندهار ښار فیروز سالون کې جوړه شوې وه .
لومړی د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو تلاوت وشو ، د هیواد ملي سرود هم خپور شو ، وروسته د ښځو چارو رئیسې د ښځو د نړیوالې ورځې په اړه د ښځو چارو د وزیرې د مبارکۍ پیغام ولوست، بیا یې د خپل کار او فعالیت رپورټ وړاندې کړ.  هغې همدا رنګه د هیواد د ښځو او میرمنو لپاره سوله، ثبات او امنیت ډیر ضروري وباله زیاته یې کړه، افغان ښځې سوله غواړي، وسله وال مخالفین باید د جګړې پر ځای خبرې، سوله او پخلاینه وکړي.
وروسته سرپرست والي عبدالحنان منیب هم د افغان ښځو د حقوقو او میړانې په اړه معلومات وړاندې کړل، بیا د استئناف محکمې رئیس قضاوتپوه فضل الهدی هم د اسلام له نظره د میرمنو د حقوقو په اړه خبرې وکړې وې ویل،  د اسلام دین تر بل هر دین زیات ښځو ته حقوقو ورکړي دي.
د کندهار پوهنتون ښوونکې معصومې مرادي، د ولایتی شورا غړی نعمت الله وفا او د سولې ولایتي کمیټې منشي جمیلې یوسفي د سولې د ارزښت، د جګړې د زیانونو او د ښځو د حقوقو په هکله په وار سره خبرې وکړې.
په اخیر کې یو شمیر  فعالې ښځې په ستاینلیکونو سره وستایل شوې.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info