Language Switcher

RJ Social Icons

په پکتیا کې د ښځو نړیواله ورځ، د سولې تر عنوان لاندې ولمانځل شوه

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ د روان کال د حوت په شپاړسمه نېټه د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د غونډو په تالار کې ولمانځل شوه.
img paktia women day gathering hoot 16یاده غونډه چې د پکتیا د سولې د ولایتي کمیټې په همکارۍ د پکتیا د ښځو د شبکې له لوري جوړه شوې وه او پکې لسګونو تنو ښځینه وو او یو شمیر نارینه وو ګډون کړی وو، د قران عظیم الشان په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شوه.
غونډې ته د ښه راغلاست وینا د پکتیا د ښځو شبکې مشرې ماهرې احمدزۍ واوروله او ګډونوالو ته یې د یادې ورځې د مبارکۍ تر څنګ د دوی له راتګ نه مننه وکړه او له خویندو یې وغوښتل چې د خپل حق څخه دې دفاع وکړي او د خپلو وروڼو په څیر دې دوی هم د هيواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
ورپسې د پکتیا د ښځو چارو ریئسې او د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې غړې نسرین اوریاخیل د یادې غونډې په اړه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، چې د دغسې غونډو له لارې د عامه ذهنیت جوړولو او د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه باید اړینې سپارښتنې وشي.
نوموړې تر ډيره د ادارو په چارو او ورته نورو ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځینه وو رول خورا اړین وباله او وې ویل، چې د ښځینه وو له جملې څخه ډیرې با استعداده خویندې شته چې چارې به په سم ډول سره سمبال کړای شي.
ورپسې د پکتیا د سولې د ولایتي کمېټې د دارلانشاء د عامه پوهاوي څانګې مسؤل محمد خان ریحان د یادې ورځې په مناسبت خبرې وکړې او د ښځینه وو رول یې د ټولنې په پرمختګ، د فکر په رغونه او د دایمي سولې په ټینګښت کې اړین وباله.
نوموړي د ښځینه وو پر وړاندې د یو شمیر راولاړ شویو ناخوالو د ختمولو په موخه له دیني علماء کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې دې هلې ځلې وکړي او  خلکو ته دې د سولې په اړه عامه ذهنیت ورکړي.
یادې غونډې ته مدني فعال ډاکټر شفیق الله سحر او د پکتیا د کار وټولنیزو چارو ریئس محبوب سلام زي هم ویناوې واورولې او غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info