Language Switcher

RJ Social Icons

ځوانان د سولې په تامین کې ستر مسؤلیت لري

سوله یو اسلامي امر دی نو تاسو ځوانان باید د سولې د تامین لپاره ښه کار تر سره کړی او د دولت وسله وال مخالفین هم باید روانه پردۍ جګړه پریږدي ځکه ستونزه په ټوپک نه حل کیږي.
دغه خبره د کندهار د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي عطامحمد احمدي د ځوانانو په هغه غونډه کې وکړه چې د افغانانو د ولسي مدني ټولنې د ۵ مې کلیزې د لمانځلو img kand youth in peace role hoot 11په موخه د ټولنې د غړو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د سولې ولایتي کمیټې د غړو په ګډون د کب میاشتې پر ۱۱ نیټه د هغې ټولنې په انګړ کې جوړه شوې وه.
د غونډې بهیر د کلام الله مجید د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو،  بیا په کندهار کې د افغانانو مدني ولسي ټولنې مشر حکمت الله حکمت افغان د هیواد د پرمختګ، سولې او بیارغونې په کار کې د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو رول بیان کړ وې ویل: مونږ د افغانانو د یووالي په لاره کې ډیرې هڅې کړې دي، خو بیا هم افغانستان د ټولو افغانانو ګډو هڅو ته اړتیا لري او هر هیوادوال د خپلې ټولنې د ابادۍ، سولې او بیاجوړولو په چارو کې ستر مسؤلیتونه لري، ده د هیواد د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو غړو څخه غوښتنه وکړه چې د ورورۍ لاسونه سره ورکړي او خپل هیوادوال د جګړې له ناخوالو څخه خلاص کړي.
ورپسی د ولسمشر سلاکار وزیر حاجي اغا لالی دستګیري د افغانانو پر ملي یووالي ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې مدني ټولنې باید د فساد د مخنیوي او په راتلونکو ټاکنو کې ښه رول ولري.
وروسته د کندهار د سولې ولایتي کمیټې رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه، چې مدني ټولنې او سیاسي ګوندونه د افغانانو د یووالي په لاره کې ښه کار کولای شي، خو دا هیواد په ځوانانو پورې اړه لري  باید هغوی د سولې غږ پورته او د سولې د تامین په کار کې خپل مسؤلیت تر سره کړي.
همدارنګه قومي مشر حاجي محمد عیسی خان اڅکزي، د نوموړې مدني ټولنې غړو احمد الله احمد، ډاکټر ګل احمد افغان، دیني عالم مولوي جنابي صاحب، محمد جامع یاسین او په سهیل لویدیځه حوزه کې د قومونو د یووالي ټولنې د همږغۍ شورا رئیس سید حاجي ولي شاه په وار سره د افغان ولس د ملي یووالي اړتیا په ډاګه کړه په اخیر کې د نوموړې مدني ټولنې غړي او یو هغه کسان چې د سولې او په لاره کې یې ښه کار کړی و په ستاینلیکونو سره وستایل شول.

د ۱۳۹۶ کلیز

1