Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې په ټینګښت کې د قومونو ونډه

د لغمان د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي محمد عمري د روان کال د حوت په ۱۲مه نیټه د لغمان او نورستان د قومونو تر منځ د همغږۍ راوستلو په موخه د یوناما په مالي img laghman tribes inpeace hoot 12مرسته جوړه شوې غونډه کې وویل: قومونه د سولې لپاره ګټور ګامونه پورته کولی شي، مونږ باید د قومونو د یووالي او همغږۍ لپاره ځانګړې پاملرنه ولرو او هڅه وکړو په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په موخه ټول قومونه پر یوه ټغر سره راټول کړو.
ورپسې د نورستان ولایت د قومونو په استازولی مامور غلام محمد وینا وکړه او د قومونو په یووالي یې ټینګار وکړ وې ویل: که چیرې قومونه سره یو موټی واوسي، نو د هر نوع مشکل لپاره د حل لار پیدا کولی شي، ده د دواړو ولایتونو په قومونو غږ وکړ چې سره یو موټی واوسي او ځانونه سره تقسیم نه کړي.
 وروسته بیا د علماوو شورا په استازیتوب مولوي عبیدالله الکوزي وینا وکړه وې ویل چی دا جنګ زمونږ نه بلکې پرمونږ تپل شوی دی، ده زیاته کړه چې د ستونزې اصلي لاملونه باید پیدا او د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته شي.
همدارنګه په ختیځ کې د یوناما د ادارې استازي وینا وکړه او د دواړو ولایتونو له قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو نه یی مننه وکړه چې غونډې ته راغلي ول ده وویل چې دغه غونډه مو د ستونزو د حل په موخه رابللې څو ملکي وګړي خپل حق تر لاسه کړي او خوندي ژوند وکړي.
د غونډې په پای کې ګروپي کار ترسره شو او ګډونوالو خپل نظریات څرګند کړل وروسته بیا د داوړو ولایتونو د قومونو نه یو ۲۵ کسیز کمیسیون وټاکل شو څو د ستونزو په وخت کې سره غونډه وکړي او مشکل ته حل لاره ومومي.

د ۱۳۹۶ کلیز