Language Switcher

RJ Social Icons

ښځې د هيواد د سولې په روان بهیر کې اړین رول لوبولای شي

د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې او د پکتیا د ښځو شبکې له لوری د روان کال د کب میاشتې په اوومه نېټه د پکتیا ولایت د ښځو د شبکې د غونډو په تالار کې د ښځینه وو رول په سوله کې تر عنوان لاندې غونډه جوړه شوه. یاده غونډه چې لسګونو تنو ښځینه وو او یو شمیر نارینه هم پکې ګډون کړی وو؛ د قران عظیم الشان په څو مبارکو img paktia women rolein peace hoot 7ایاتونو سره پیل شوه.
غونډې ته د پکتیا د ښځو د شبکې مشرې ماهرې احمدزۍ د ښه راغلاست وینا واوروله او د دایمي سولې په راتګ کې یې د ښځینه وو پر رول هر اړخیزې خبرې وکړې.
ورپسې د پکتیا د سولې د ولایتي کمیټې د دارلانشاء د عامه پوهاوي څانګې مسؤل محمد خان ریحان، د سولې په ارزښت خبرې وکړې، نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د تل پاتې او دایمي سولې په موخه دې، د ورورۍ لاسونه سره ورکړي، همدارنګه یې په سوله کې د ښځو په رول او په دې ډول غونډو کې یې د دوی په رول هم خبرې وکړې.
نوموړي دا هم وویل، چې ښځینه دې له خپله کوره، خپلو بچیانو ته چې د هیواد راتلونکی نسل جوړوي، د سولې په ذهنیت ورکولو کې رغنده رول ادا کړي. ښځې کولای شي د خپل کورنۍ نارینه په نرمه لهجه له جګړو نه منع او سولې ته یې راوبلي.
د غونډې په ترڅ کې مدني فعال ډاکټر سمیع الله احمدي بیا د خویندو دغه ډول راتګ او په غونډو کې یې ګډون د پام وړ کار یاد کړ او د سولې په راتګ کې یې د دوی رول خورا اړین وباله.  نوموړي زیاته کړه: "که د ولسوالیو په کچه ښځینه وو ته په دې ډول غونډو کې د ګډون چانس برابر شي، خورا ښه به ثابت شي."
لیکوال او خبریال ذبیح الله ایوبي هم، تر ډېره د رسنیو په مټ د سولې د پیغام په خپرولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې تر ډېره به د غږیزو رسنیو په څپو، چې غږ یې تر ولسوالیو او آن تر لرو پرتو سیمو رسیږي، اړين پروګرامونه او د سولې پیغامونه به خپاره کړي، تر څو د ستونزو او ناخوالو مخه ډب شي او یوې دایمي سولې ته لاره پیدا کړو.
د پکتیا د ښځو د شبکې مشرې ماهرې احمدزۍ د غونډې په ورستیو کې د سولې له عالي شورا نه غوښتنه وکړه، چې د ولسوالیو په کچه دې ښځینه وو ته د سولې په تړاو د غونډو او دغه شان اړینو پروګرامونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د دایمي سولې د راتګ په موخه دې ښځینه وو ته خپل پوره پوره ونډه ورکړي.
یاده غونډه په هېواد کې د دایمي سولې د راتګ په موخه، د دعایې په ویلو سره، پای ته ورسېده.

د ۱۳۹۶ کلیز