Language Switcher

RJ Social Icons

بیوزلیو او بیکاریو تپل شوې جګړه اوږده کړي ده

افغانان د بیوزلیو او بیکاریو له امله د پردیو په تپل شوې جګړه کې ښکیل شوي دي. دولت او نړیواله ټولنه باید هغوی ته د کار زمینه پیدا کړي ترڅو د جګړې د لیکو څخه راووځي.
img kand nazoanaschool hoot 5دغه خبره د کندهار ښار د نازو انا ښځینه لیسې مدیرې زبیدې پایندې د عامه پوهاوي په هغه غونډه کې وکړه چې د کندهار د سولې ولایتي کمیټې د اړیکو او عامه پوهاوي څانګې له خوا د کب په ۵ مه نیټه د نوموړې لیسې د لوړو ټولګیو د زده کوونکو په ګډون جوړه شوې وه.
په یاده غونډه کې لومړی د نازو انا لیسې مدیرې د سولې د ارزښت او جګړې د زیانونو په اړه د خبرو ترڅنګ وویل چې زموږ په هیواد کې دا اوږده تپل شوې جګړه د پردیو هیوادونو استخباراتي جګړه ده خو قربانیان یې بیوزله افغانان دي او هره ورځ د دوی په کورونو کې د غم ټغرونه غوړیدلي دي. دغه راز هغۍ د هیواد پر لوړو دولتي چارواکو او جهادي مشرانو نیوکه وکړه چې که دوی په رښتنې صداقت سره د سولې او عدالت لپاره کار کړی وای نو د نورو هیوادونو په څیر به زموږ په هیواد کې هم سوله تامین او هیوادوال به مو د جګړې له ناخوالو څخه خلاص شوي وای. نوموړې وویل: " زه له دغو دولتي چارواکو او جهادي مشرانو څخه غوښتنه کوم چې په مسولیت سره د سولې او ملي پخلاینې لپاره کار وکړئ او خپل خلک د جګړې له اوره خلاص کړئ."
وروسته د د کندهار د سولې ولایتي کمیټې منشي جمیلې یوسفي هم د سولې د ګټو او د جګړې د زیانونو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې وې ویل: "دا څنګه جګړه ده چې پای نه لري. اوس مهال په ارزګان، هلمند او د کندهار په ځینو ولسوالیو کې جګړې لا زور اخیستي چې اوسیدونکی یې د جګړې په اور کې سوځي، کورونه یی ویجاړ او د کډوالی په سختو شرایطو کې شپې سبا کوی." هغې د غونډې د ګډونکوونکو څخه غوښتنه وکړه تر څو د سولې غږ تر مخالفینو او د هغوی د کورونیو تر غړو پورې ورسوئ چې په جګړو کولو ستونزې نه حل کیږي یوازې افغانان وژل کیږی. نو باید د سولې لاره خپله کړي او د خبرو ، تفاهم او پخلاینې له لارې د سولې له پروسې سره یوځای شي.
په اخر کې برخه والو د سولې او پخلاینې د تامین د لاری خنډونه یاد کړه او وې ویل چې جګړه کوونکي د بیکارۍ او غربت له امله په مخالفت کې دریدلي دي. همدارنګه ادارې فساد او د افغان مشرانو بی اتفاقیو هم د سولې په لاره کې ستونزې جوړې کړي دي. ګډونوالو تاکید وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې زموږ خلک د سولې عامه پوهاوی ته زیاته اړتیا لری.

د ۱۳۹۶ کلیز

1