Language Switcher

RJ Social Icons

لغمان کې د ارواښاد پير سیداحمد ګیلاني روح ته د دعا په موخه د قرآن کریم د ختم مراسم ترسره شول

دغه پرتمین مراسم چې د روان کال د دلوې په ۲۲مه نیټه دمهترلام په مرکزي جامع مسجد کې نیول شوي وو  پکې لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د میدان وردګو، کابل او لغمان ولایتونو د حج او اوقافو img laghman pirsaheb fateha dalwa 22رئیسانو، د ننګرهار او لغمان د ولایتي شورا غړو، دیني علماوو، خطیبانو، حافظانو، مشرانو، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو او په ګڼ شمېر کې د ارواښآد پيروانو برخه لرله.
د مراسمو په پيل کې د سپيڅلي قرآن ختمونه وشول، وروسته د لغمان د ارشاد حج او اوقافو  رئیس سید نجیب الله هاشمي د فضیلتماب پير سید احمد ګیلاني پرژوند، شخصیت او کارنامو لنډه رڼا واچوله، ارواښاد يې د جهاد، سولې او ملي سپېڅلو مبارزو سرلاری یاد کړ او د ګران هېواد لپاره يې د مرحوم خدمتونه د ستایني او قدر وړ وګڼل.
ورپسې لغمان والي عبدالجبار نعیمي خپله وینا د فضیلتماب پيرسید احمد ګیلاني او د ټولو سپيڅلو شهیدانو پاکو روحونو ته په دعا پيل کړه او ددغه ځلانده پریوتي ستوري د ژوند په اړه يې وویل: (ارواښاد پير سیداحمد ګیلاني د ګران هېواد او خلکو د عزت، ابرو،  پرمختګ، یووالي، سولې، هوساینې او سپېڅلي جهاد د ډګرونو هغه عادل سرلاری ؤ چې همیش يې  په کور د ننه  او له هېواده د باندې په ملي مسایلو کې موقف ښکاره  او نه ماتیدونکی ؤ او مړینه يې دهېواد او خلکو لپاره ستره ضایعه بولم).
ښاغلي نعیمي د هېواد د شته ناخوالو په له منځه وړولو ، د تل پاتې سولې په ټېنګښت،  له جګړو څخه د وسلوالو مخالفینو په راګرځولو او د اسلامي حزب سره د سولې  د توافقنامې په لاسلیک کولو کې د ارواښاد پير سید احمد ګیلاني هلې ځلې د ستایني وړ وبللې او له ټولو هېواد والو يې وغوښتل چې په ګران هېوادکې دملي یووالي په ټېنګښت، د ویني تویدنې په مخنیوي او تل پاتې سولې په تامین کې خپل رښتینی رسالت او مسؤلیت ترسره کړي.
له ویناوو وروسته مراسم غرمه دولس بجې د اروښاد پير سیداحمد ګیلاني  او د هېواد ټولو سپيڅلو شهیدانو پاکو روحونو ته په دعا پای ته ورسیدل.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info