Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې په ټنګښت کې د ښځو رول

د روان کال د دلوې په پنځه ویشتمه نېټه د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې او د پکتیا د ښځو د شبکې له لوري په سوله کې د ښځینه وو رول  او د ښځو  پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي پخاطر غونډه جوړه img paktia women role inpeace dalwa 25شوه. یاده غونډه چې لسګونو تنو ښځینه وو او یو شمیر نارینه هم پکې ګډون کړی وو؛ د قران عظیم الشان په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شوه.
بیا د پکتیا د سولې ولایتي کمېټې غړې او د پکتیا د ښځو چارو رئیسې نسرین اوریاخیل د ښه راغلاست وینا واوروله او د دایمي سولې په راتګ کې یې د ښځینه وو پر رول هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړې له ټولو هېواد والو وغوښتل چې د تل پاتې او دایمي سولې په موخه دې، د وروۍ لاسونه سره ورکړي او د بې ځایه وژنو او بدبختیو مخه دې ډب کړي، همدارنګه یې د ښځینه وو پر وړاندې د راولاړو تاوتریخوالو په اړه خبرې وکړې او وې ویل، چې د مخنیوي پخاطر یې باید هڅې لا زیاتې کړو.
ورپسې د پکتیا د سولې د ولایتي کمیټې د دارلانشاء د عامه پوهاوي څانګې مسؤل محمد خان ریحان د سولې په ارزښت خبرې وکړې، نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د دایمي سولې د راتګ په موخه دې هلې ځلې وکړي، نوموړي په دې برخه کې د ښځینه وو رول هم اړین وباله او وې ویل، چې هره خور یا مور کولای شي خپل ورور او زوی سمې لارې ته رهبري کړي او په کور د ننه دې ورته سپارښتنې وکړي، د ټولنې هر وګړی دې پخپله هم کار وکړي او نورو ته دې هم دا ذهنیت ورکړي او د هیواد د راتلونکي پخاطر دې د دایمي سولې لپاره کار وکړي.
یاده غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې او ټیکاو د راتګ په موخه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info